دپاکستان حکومت دغيرقانوني گرځول شوي د پاکستاني طالبانو گوند مشر حکيم الله محسود په گډون ددغه ډلې سره دتعلق لرونکو ١٩ؤ تندلارو دژوندي يا مړنيول کیدو يا دهغوي په اړه دقيق معلومات ورکوونکو لپاره ټول په ټوله د٤٢ؤ کروړو روپو دانعام ورکولو اعلان کړى دى.
دگل په ورځ دپاکستان په ورځپاڼو کې خپور شوي يو سرکاري اشتهار کې ددغو تندلارو عکسونه ورکړل شوي او پکې ويل شوي دي دترهه گرو دورځ په ورځه دترهه گريزو فعاليتونو له امله محسود قام او دنزدې سيمو بې گناه مسلمانان وژل کيږي.
داشتهار له مخې ددغوترهه گرو دکارروائيو له امله نۀ يواځې محسود قام بلکې ټول قبائيل بدناميږي.
او دهغوي دناترسه حرکتونو له امله دپاکستان او ټولې نړۍ دمسلمانانو نوم هم رسوا کيږي.
حکومت دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود، په جنوبي وزيرستان کې دبيت الله محسود ډلې دمشر ولي الرحمان او ځانمرگيو بريد کوونکو ته تربيه ورکوونکي او دکوټکۍ کمانډر قاري حسين په سرونو پينځه ، پينځه کروړه او دپاکستاني طالبانو دوياند اعظم طارق په گډون دنورو١١ؤ کمانډرانو په سرونو دوه،دوه کروړه روپۍ انعام ايښودى دى.
همدغه راز د٥ؤ نورو تندلارو کمانډرانو په اړه معلومات ورکوونکو ته به يو ، يو کروړ روپۍ ورکولى شي.
دپاکستان حکومت څو مياشتې دمخه دصوبه سرحد په سوات سيمه کې هم دطالبانو په ضد دعملياتو پيل کيدو څخه وروستو په سوات کې دطالبانو دمشر مولانا فضل الله او نورو طالب کمانډرانو په سرونو دنغدو انعامونو اعلان کړى ؤ خو تر دې مهاله مولانا فضل الله نۀ دى نيول شوى.
دپاکستان پوځ دپاکستاني طالبانو دمشرانو او ترهه گرو دتربيې مرکزونو دله مينځه وړلو لپاره دنيغې لار په نوم د١٧م اکتوبر څخه ځمکني عمليات پيل کړي دي.
دپاکستاني چارواکو له مخې تراوسه په دغو عملياتو کې د٣٠٠ؤ څخه زيات تندلاري وژل شوي او دطالبانو په مهم مرکز دواک ترلاسه کولو ادعاوې شوي دي.
همدغه راز دجنوبي وزيرستان په عملياتو کې د٣٠ؤ پوځيانو دوژنې پخلى هم شوى دى خو ازادې سرچينې ددغو ادعاوؤ تصديق نۀ کوي.

