د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دنهې په ورځ دقومي اسمبلۍ غونډې ته دوينا کولو په مهال ايوان ته باور ورکړو چې لانجمن قومي مصالحتي ارډيننس يا اين ار او به پارلمان ته نۀ وړاندې کيږي او ددغه پريکړې مقصد دپارلمان سرلوړي پځايې ساتل دي.
صدراعظم گيلاني پارلمان ته داين ار او دنۀ وړاندې کولو دغه اعلان وروسته له هغې کړى دى چې تيره ورځ دپاکستان سترو سياسي گوندونو او په خاص ډول دحکومت ائتلافي گوند متحده قومي موومنټ هم اعلان وکړو چې پارلمان کې به دقومي مصالحتي ارډيننس مخه نيسي.
دمخالفو سياسي گوندونو او ايم کيو ايم لخوا داين اراو په هکله دسخت غبرگون څخه وروسته دگل په شپه جمهوررئيس اصف علي زرداري او دحکومت دائتلافي گوندونو استازو او د فاټا سره دتعلق لرونکو پارلمان غړو دمشرمنير اورکزۍ سره وليدل.
ددغه ليدنې څخه وروسته دجمهوررئيس وياند فرحت الله بابر خبريالانو ته وويل چې دمخالفو سياسي گوندونو لخوا دسخت مخالفت وروسته پريکړه شوې ده چې اين ار او به پارلمان ته نۀ وړل کيږي.
دنهې په ورځ دقومي اسمبلۍ په غونډه کې صدراعظم يوسف رضا گيلاني دوينا په مهال وويل داسې پروپيگنډه خوره کړل شوې چې گنې پارلمان څخه داين ار او منظورولو دپاره به دپارلمان غړو ته په کروړونو روپۍ ورکول کيږي.
دصدراعظم وينا وه پريکړه مو کړې ده چې دپارلمان دسرلوړۍ او وقار پځايې ساتلو دپاره به اين ار او پارلمان ته نۀ راوړل کيږي.
هغه وويل پيپلز گونددډيموکراسۍ او اساسي قانون په سرلوړۍ باور لري.
يوسف رضا گيلاني دا هم وويل چې دپارلمان او دجمهوري رياست دماڼۍ ترمينځ په واک کې دتوازن راوستو دپاره به ١٧م ائيني ترميم او 58(2)B هم له مينځه وړلى شي.

