د ملگرو ملتونو مرستندويه ادارو دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دپوځي عملياتو له امله دغلته دراگيرو شوؤ عامو خلکو په امنيت انديښنې ښکاره کړي او په دواړو خواؤ يې زور راوړى چې په سيمه کې دبې گناه خلکو تحفظ په هر حال کې باوري کړي.
دزيارت په ورځ دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دمرستندويه ډلې مشر مارټن موگوانجا وويل دملگرو ملتونو مامورين نۀ شي کولى چې په روان وضعيت کې وزيرستان ته ځانونه ورسوي.
ځکه نو په پوره باور سره نۀ شي ويل کيدى چې په دغه سيمه کې دپاکستاني پوځ او تندلارو ترمينځ دروانې جگړې له امله څومره بې گناه خلک گير شوي دي، هغوي ته څه رقم زيانونه اوړيدلي دي او اوس په څه حالت کې ژوند کوي؟
مارټن وويل ملگرو ملتونه يواځې دوگړو نۀ بلکې دخپلو مامورينو دامنيت په اړه هم فکر لري ځکه يې اوس اوس دقبائيلي سيمو او صوبه سرحد څخه خپل مامورين بهر ويستي دي.
دهغه وينا وه سيمه ييز مامورين به په سيمه کې خپلو مرستندويه فعاليتونو ته دوام ورکوي.
هغه وويل دملگرو ملتونو دسيمه ييزو مامورينو په فعاليتونو کې دجنوبي وزيرستان څخه دبې کوره شوؤ خلکو مرستې او دملاکنډ دبې کوره شوؤ خلکو بيا پځايې کول شامل دي.
هغه وويل دملاکنډ څخه په بې کوره شوؤ ٢٦ؤ لکو کسانو کې ١٦ لکه بيرته خپلو سيمو ته ستانۀ شوي دي او دکوز دير په گډون هاغو سيمو ته دبيرته ستنيدنې عمل دځنډ ښکار دى چرته چې امنيتي ځواکونه اوس هم وخت په وخت عمليات کوي.
دملگرو ملتونو دمرستندويه فعاليتونو مشر وويل دبې کوره شوؤ خلکو دمرستو دپاره چې دنړيوالې ټولنې څخه د٦٨ کروړو ډالرو کومه غوښتنه شوې وه په هغې کې تر دې مهاله ٤٧ کروړ او ٩٠ لکه ډالره ترلاسه شوي دي او سعودي عرب دنورو ١٠ؤ کروړو ډالرو دورکولو ژمنه هم کړې ده.
مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې دکډوالو دپاره دملگرو ملتونو دادارې يو اين ايچ سي ار استازي کيليان وويل تراوسه چې جنوبي وزيرستان څخه کوم خلک ټانک او ډيره اسماعيل خان ته تللي دي په هغوي کې زياتره خلک دخپلو خپلوانو سره اوسيږي او يا يې هم په کرايه کورونه نيولي دي.
هغه وويل تراوسه دبې کوره شوؤ خلکو دپاره دملگرو ملتونو له لوري هيڅ امدادي کيمپ نۀ دى لگول شوى خو دغو متاثرينو ته خوراک او نور مواد ورکړل کيږي
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل تر دې مهاله چې دجنوبي وزيرستان څخه څومره خلک بې کوره شوي دهغوي دجملې څخه ١ لک ٦٥ زره درج کړل شوي دي او هيله ده دغه شميره به په راتلونکي کې دوه نيمو لکو ته ورسيږي.

