د پاکستان صدراعظم  یوسف رضا گیلاني ویلي دي په قبائيلي سيمو کې دعملياتو بشپړيدلو څخه وروسته به دبياودانۍ کار ته اوږه ورکول کيږي.
په قامي اسمبلۍ کې دوينا په وخت صدراعظم وويل بې کوره شوي خلک يواځې دحکومت نۀ بلکې دټول قام ستونزه ده او حکومت ددغو خلکو دپځايې کولو په لړ کې دامريکا، برتانيا ، جاپان او نورو هيوادونو دمرستوانتظار نۀ دى کړى.
ښاغلي گيلاني وويل حکومت دبې کوره شوؤ خلکو دمرستو دپاره  دخپلې بوديجې ٥٠ اربه روپۍ بيلې کړي دي.
هغه وويل کله چې پوځ دنيغې لارې په نوم عمليات پيل کول نو دهغې څخه يوه ورځ دمخه مرکزي حکومت دصوبه سرحد حکومت ته يو ارب روپۍ ورکړې وې او ددې ترڅنگ حکومت دملاکنډ ډويژن بې کوره شوؤ خلکو ته طبي مرستې ، خوراکي مواد او هرې کورنۍ ته په بيرته ستنيدلو ٢٥ زره روپۍ هم ورکړي دي.
هغه وويل په کومو سيمو کې چې عمليات روان دي ، هلته ترهگر امنيتي ځواکونه او قانون پځايې کوونکې  ايجنسۍ په نخښه کوي، ترڅو دپوځ او پوليسو مورال راټيټ کړي.
 دصدراعظم وينا وه مونږ دپوځ او دپوليسو دمورال غورځيدو دمخنيوي دپاره ريټائرډ پوځيان بيرته دپوځ ليکو ته راوستل.
يوسف رضا گيلاني وويل حکومت فاټا سيکرټريټ ته دوه نيم اربه روپۍ ورکړي دي چې ددې څخه هرې کورنۍ ته ٥ زره روپۍ او په بيرته تگ به ورته ٢٥ زره روپۍ ورکولى شي.
ښاغلي گیلاني وويل د وزيرستان، د ټولو قبائيلي او نيمو قبائيلي سيمو اکثريت خلک امن غواړي او وزير او محسود قبيلې هم په وطن مئينې دي.
هغه وويل حکومت دقبائيلي خلکو ستونزو ته توجو دى او هغوي به کله هم يواځې پرې نۀ ږدي.
دصدراعظم وينا وه دعملياتو پيل کيدو څخه دمخه دپارلمان دغړو او سياسي مشرانو باور ترلاسه کړل شوى دى.
هغه وويل دپاکستان ددوستانو دمرستو مقصد ملاکنډ او سوات دوړاندې څخه ښه کول دي او بايد ټول مرستندويه هيوادونه په دغو سيمو کې خپلې پنگې وکاروي ، ترڅو اغيزمن شوي خلک وگڼي چې دهغوي دپاره هم څه کيږي.
په دغه مهال صدراعظم دبې نظير دمالي مرستې دپروگرام مشرې فرزانه راجه ته هدايت وکړو چې دنيغې لارې په نوم عملياتو څخه اغيزمن شوي خلک هم په دغه پروگرام کې  ورگډ کړي.
په پاکستان کې زياتره خلک داسې شکايتونه هم کوي چې دغه مرستې دسياسي تړاؤ په اساس ويشل کيږي او زياتره مرستې هاغو کورنيو ته ورکول کيږي چې دسياسي خلکو سره روابط لري.

  eywords Pakistan, army, military, taliban, militants, FATa, reconstruction