دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضددپاکستاني پوځ عمليات دوام لري او دتير يو شواروز په عملياتو کې اته ترهه ګر او څلور پوځيان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په یوه بیانیه کې ویلې دي چې تندلارو دجنوبي وزيرستان په مکين سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته دراکټونو بريد کړى دى. په دغه بريد کې ٤ پوځيان وژل شوي او يو بل ژوبل شوى دى.
پوځ وايي ددغه بريد وروستو په سيمه کې دتندلارو په ضد چټک عملياتو کې ٨ ترهه ګر هم وژل شوي دي.
پوځ وايي دجنډوله او سرا روغې سيمې څخه چاپيره پوځ خپل پښې مضبوطوي.
دپاکستان پوځ وايي په بنګل خيل،توتايي لنګرخيل او کاني ګرم کې دا مهال دلټونې او پاکونې عمليات دوام لري او دغلته ديو تندلاري کمانډر ممتاز برکي دپټيدو ځايې هم امنيتي ځواکونو له مينځه وړى دى.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دوصلي، رزمک او شکۍ څخه امنيتي ځواکونو بيګاه شپه دتندلارو ځالې په توپونو ويشتلي او دهغوي ٧ مرکزونه يې له مينځه وړي دي.
سرچينې وايي په وزيرستان کې دتندلارو په ضد پوځي عملياتو دچټکتيا رامينځته کيدو څخه وروستوتندلاري شمالي وزيرستان، کرمې ايجنسۍ ، اروکزو او هنګو سيمې ته په تيښته دي او دهغوي دمخنيوي لپاره په رزمک، ګړيوم او دوصلي کې دتيرو دريوؤ ورځو راهسې ګرځ بنديز پځايې کړل شوى دى.
دپاکستان پوځ ادعا کوي چې په وزيرستان کې يې دتندلارو مهم مرکزونه له مينځه وړي او يو شمير سيمې يې دخپل واک لاندې راوستي دي.
خو دپوځ ددغه ادعاوؤ ترڅنګ دپاکستان په صوبه سرحد او نورو بيلا بيلو برخو کې دترهه ګرۍ پيښې سيوا شوي او داړي ګړي په دغو پيښو کې تر دې مهاله د٣٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
حکومت دبدامنۍ دغه پيښې په وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو غبرګون ګرځوي.

