امريکا يو ځل بيا په ډاگه کړې ده چې دپاکستان په اتومي وسلو دواک ترلاسه کولو هيڅ اراده نۀ لري او دترهه گرۍ په ضد جگړه کې پاکستان خپل مهم ائتلافي هيواد گڼي.
دامريکا دخارجه دفتر وياندايان کيلي واشنگټن کې خبريالانو ته داحوال تيرولو په مهال وويل امريکا په دې پوهيږي چې دپاکستان حکومت داټومي وسلو دخوندي لپاره زړۀ پورې گامونه اخستي دي او دغه هيواد په سيمه کې دثبات راوستلو او دترهگرۍ په ضد دجگړې لپاره په پراخه مټ مبارزه کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې وياند وويل ايران ته به په ايټمي پروگرام دنړيوالو طاقتونو اوداټومي انرژۍ دنړيوالې ايجنسۍ مسوده منل وي.
دامريکا دخارجه دفتر وياند دپاکستان داتومي وسلو په واک کې دنۀ راوستلو سپيناوى په داسې حال کې کړى دى چې پرون دپاکستان دگډو ځواکونو دکميټې مشر جنرال طارق مجيد په يوې امريکايي ورځپاڼه کې دپاکستان د اټومي وسلو دحفاظت په اړه خپره شوې ليکنه رد کړې وه او ويلي يې وؤدپاکستان اتومي وسلو پورې هيڅوک نۀ شي رسيدلى او نۀ پاکستان دهغې دخوندي کولو دپاره دکوم هيواد مرستو ته اړتيا لري.
پخپل يو بيان کې جنرال مجيد ويلي وؤ چې پاکستان ته به هيچا ته دخپلو اتومي پنگو په هکله حساس معلومات ورنۀ کړي.
دهغه وينا وه داتومي پنگو دحفاظت دپاره پاکستان زړۀ پورې گامونه اخستي دي او په دې لړ کې چاته دانديښنو ضرورت نشته.

