د ټيکساس دفورټ هوډ پوځي مرکز کې دغمرازۍ دستورې ته دوينا په مهال براک اوباما وويل دنړۍ يو مذهب هم دبې گناه انسانانو دوژنې اجازه نۀ ورکوي.
په دغه مهال براک اوباما دډزو په پيښه کې وژل شوؤ ١٣ؤ امريکايي پوځيانو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې او وې ويل وژل شوي پوځيان دجنگ په ميدان کې ددښمن دلاسه نۀ بلکې پخپله خاوره دخپل ملگري دلاسه وژل شوي دي چې په دې مونږ ټولو ته زيات تکليف رسيدلى دى.
هغه وويل په دغه پيښه کې لاس لرونکي تن به سخته سزا ورکول کيږي.
براک اوباما دخپلې ميرمنې مشيئل اوباما سره يو ځايې دډزو په پيښه کې دژوبل شوؤ او وژل شوؤ امريکايي پوځيانو دخپلوانو سره هم وليدل. ټاکل شوې وه دغه پوځيان به افغانستان ته ليږل کيدل.

