د پاکستان په قبائيلي سيمو او صوبه سرحد کې دپوځ لخوا دترهګرو او تندلارو په ضد دپيل کړل شوؤ پوځي عملياتو له امله که يو خوا په صوبه سرحد کې دامن ګډوډې وضعې ددغه صوبې اولس دسختو انديښنو سره مخ کړى دى نو بلخوا  په صوبه سرحد کې دخلکو په روزګارونو هم بدې اغيزې شوي او دخلکو په معاشي ستونزو کې زياته اضافه شوې ده.
صوبايي حکومت وايي په راتلونکو دوؤ مياشتوکې به دامنيت وضعيت ښه او داولس ستونزې کمې شي خوحکومت دوضعيت دښه کيدلوپه بابله دخپل ډاډپه اړه هيڅ دليل په لاس کې نۀ لري اؤ يوازځې دوزيرستان عملياتوته خوشبينه دى.
دصوبه سرحد سرښار پيښور چې يو وخت به پکې په سړکونو دګاډو لويې لويې قطارونه ليدل کيدل او په بازارونو کې به يې دزيات رش له امله پياده خلکو لاره نۀ موندله.
دترهګرۍ دڅو تيرو پيښو راپديخوا اوس نۀ يواځې په سړکونو دګاډو چلن کم ليدل شي بلکې په بازارونو کې هم رش دنيم په نيمه څخه کم شوى دى.
دا مهال يواځې هاغه خلک بازارونو ته تګ کوي چې يا خو دغلته ورځنۍ کاروباري چارې ترسره کوي او يا  زياته اړتيا لري.
دخوف او ويرې څخه په ډکه فضاء کې دخيبر بازار په فټ پاتهـ ناست يو  چابړي فروش عمر خان چې دتيرو ١٢ؤ کالو راهسې دغلته دسړک په غاړه چړې ،چاقوان ، جرندې او ناخن تراشونه خرڅوي ډيوه راډيو ته وويل هغه چې اوس هر سحر دکوره را اوځي نو باوري نۀ وي چې ژوندى به کور ته ستون شي.
عمر خان وايي بوډۍ مور، ميرمن او بچي يې هم خيبربازار ته دهغه په تګ زيات پريشانه وي خو هغه که هر سحر دلته روزګار له  رانۀ شي نو دژوند چارې به يې په ټپه اودريږي.
عمر خان وايي مخکې چې دبمونو دچاؤدنو ويرې نۀ وې دسحر نه تر ماښامه به يې پينځه ، شپږ سوه روپۍ مزدوري کوله خو اوس په گرانه سل يو نيم سل روپۍ ګټي .
هغه خپلې مزدورۍ کې دکمي علت بازارونو ته دخلکو کم تګ وښودلو.
همدغه راز دپيښور دفردوس سنيما مخې ته ولاړ درکشې يو ډرائيور ذبيح الله چې دبخشو پل اوسيدونکى دى هم په روزګار دبدو اغيزو څخه پريشانه ؤ.
ذبيح الله ډيوه راډيو ته وويل دامن دخراب وضعيت له امله اوس خلک دکورونو څخه ډير کم بهر ته اوځي او هغه ټوله ورځ رکشه تشه توره په سړکونو ګرځوي.
دنوموړي وينا وه کۀ سورلۍ پيدا هم کړي نو دګاز يا سي اين جي نرخونه دومره ختلي  چې درکشې ډرائيورانو ته هيڅ ګټه نۀ پاتې کيږي.
هغه وويل هره ورځ چې دښار په سړکونو ګرځي ، نو په ځان ايت الکرسي چوف کوي او دمرګ دويرې سره هره لحظه مخ وي.
دپيښور په ګنج سيمه کې دځمکو يو دلال يا پراپرټي ډيلر حاجي عثمان هم ډيوه ريډيو سره په خبرو کې پخپل روزګار دشوؤ بدو اغيزو څخه سر وټکولو.
حاجي عثمان وويل کله چې دلته د بمونو چاؤدنې او ځانمرګي بريدونه نۀ ؤ نو دځمکو روزګار ډيره وده موندلې وه  او حتي لويې لويې پنګه وال ، سرکاري ملازمان او افسران دې کاروبار ته راوتلي وؤ.
دهغه په وينا مخکې به ځمکې خلکو په ګرانو نرخونو اخستې او په يوه اوونۍ کې چې به چا پلاټ واخستو نو ديوې اوونۍ دننه به يې ورله درې، څلور لکه روپۍ ګټه کوله،خو اوس خلکو دځمکو دکاروبار څخه خپلې پيسې واپس وويستلې او په بينکونو کې يې خوندې کړې.
هغه وويل په پيښور کې به مخکې دکرايه کورونه ډير په ګرانه په درنو، درنو کرايانو ترلاسه کيدل خو اوس داسې ډير کورونه شته چې خلکو دخرڅ دپاره جوړ کړي او دنۀ خرڅيدلوله امله ورته جرندې پرتې دي خو څوک يې په کرايه نه نيسي.
دصوبه سرحد حکومت داخبره مني  چې دترهه ګرۍ په ضد دروانې جګړې له امله په اولس کې د امنيت دانديښنو ترڅنګ دخلکو په روزګار بداغيزې شوي دي.
 خوحکومت  وايي ددغه وضعيت نه داولس دويستلو دپاره ورسره دجنګ څخه پرته بله لار نۀ ده پاتې شوې.
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ډيوه راډيو ته وويل حکومت په دې خبره پوهه دى چې خلک پريشانه شوي او هيلې لري چې بيرته دژوند تيرو رنګينيو او خوشحاليو ته وګرځي.
خوهغه وويل مونږ ته به دا هم منل وي چې دا جنګ دى او په جنګ کې داولسونو په ژوند ارو مرو بدې اغيزې کيږي.
ښاغلي افتخار حسين وويل اوس  چې مونږ کومه جګړه کوؤ دا د کوم هيواد سره نۀ ده چې پوله او مرکز يې معلوم وي، بلکې داجګړه دهاغو خورو ورو ترهه ګرو سره ده چې په کوم ځايې کې يې لاس بر شي بې ګناه انسانان وژني.
نوموړي وويل کوم خلک چې ددې جګړې له امله اغيزمن شوي دي يواځې هم ددغو خلکو په مرسته حکومت دا جګړه دبرياليتوب درشل ته ننويستلى شي.
داطلاعاتو وزير وويل څنګه چې مونږ په سوات او ملاکنډ کې ترهه ګرو ته ماتې ورکړه او دهاغه ځايې اولسونو دسکون ساه واخسته، دغه شان به په وزيرستان او نورو قبائيلي سيمو کې هم ترهه ګرو ته ماتې ورکوؤ او اولس به دهغوي دشر څخه ژغورو.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې دغه جګړه به نور څومره وخت واخلي؟ ميا افتخار حسين وويل دا جګړه به تر هغې دوام ومومي ترڅو چې په بشپړ ډول دترهه ګرو نوغى نۀ وي ويستل شوى.
خو ددې ترخنګ ښاغلي افتخار حسين ډاډ څرګند کړو چې په دوؤ مياشتو کې به دامن وضعيت تر يو څه حده ښه شي او داولس په ستونزو کې په کمى رامينځته شي.
ميا افتخار حسين په دوؤ مياشتو کې دوضعيت دښه کيدو په بابله ډاډ يواځې دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو له امله لري، خو څيړونکي پوښتنه راولاړوي  چې په سوات او ملاکنډ کې ترسره شوؤ کومو پوځي عملياتو کې حکومت دبرياليتوب ادعاوې کوي تر دننه په هاغو سيمو کې خلک دخپل امن په بابله ولې ډاډه نۀ دي؟