دپاکستان دصوبه سرحد دسرښارپيښوردبډه بيرې په تاڼه يوځانمرگي بريد ترسره شوى دى چې پکې ٥کسان وژل شوي اؤ د١٠ؤ څخه زيات نورژوبل شوي دي.
دپوليس چارواکولۀ مخې دغه بريد دگل دورځې په سحرهغه مهال رامينځته شوکله چې په يوگاډي کې ناست ځان وژونکي دپوليسودتاټې ترڅنگ دباردوڅخه ډک گاډى ته انفجار ورکړو.
په دغه بريدکې دپوليسوتاڼې او خواوشا ودانيوته هم زيان رسيدلى دى.
دپيښوردضلعي انتظاميې مشرياډي سي او صاحبزاده انيس په دغه ځان مرگي بريد کې د٣ؤ کسانو د وژل کيدواؤ د٧ؤ دژوبل کيدوتصديق کړى دى.
دپيښې په وخت دسکولونوماشومان اؤ مزدورکاره خلک هم په سړک روان وؤ.
مرستندويه ډلې اؤ دپوليسوچارواکي سيمې ته رسيدلي اؤ امدادي فعاليتونه يې پيل کړي دي.
په دغه پيښه کې ژوبل شوي ١٠کسان دپيښور ليډي ريډنگ روغتون ته رسول شوي چې پکې دزياترو وضعيت نازک ښودل شوى دى لۀ دې امله دمړينوشميرکې دزياتوالي انديښنه ده.
بايد وويل شي چې دبډه بيرې سيمې پولې دقبائيلي سيمې خيبر ايجنسۍ سره لگيدلي دي اؤ ددې پيښې څخه يوازې دوه ورځې لۀ مخه هم په دغه سيمه کې دپوليسو په يوه پوسته ترسره شوي ځان مرگي بريدک لږ ترلږه ١٢کسان وژل شوي وؤ
همدغه رازيوه ورځ دمخه داتوارپه ورځ هم دبډه بيرې دبازيدخيلوديونين کونسل په ناظم فهيم خان دتندلارلخواترسره شوي يوبريدکې ٣تندلاري وژل شوي وؤ.
له دې وړاندې دبډه بيرې سره نزدې دمتنوسيمې ناظم هم په يوځان مرگي بريد کې الوزول شوى ؤ

