دپاکستان دبلوچستان ايالت په سرښار کوئټه کې دنهې په ورځ په اسپني سړک بمي چاؤدنه شوې ده چې له امله يې يو تن وژل شوى او دپوليسو د مشر يا ډپټي انسپکټر جنرال پوليس نظام شاهد دراني په ګډون ٨ کسان ژوبل شوي دي.
دپوليسو له مخې دغه چاؤدنه په اسپني سړک دډي ايي جي نظام شاهد دراني ددفتر مخې ته په ولاړ يو موټر سائيکل دنصب شوؤ چاؤديدونکو موادو له امله شوې ده.
په پيښه کې ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
په سيمه کې دپوليسو يو مشر يا ډي ايس پي محمد صادق وائس اف امريکا ته وويل ډي ايي جي نظام شاهد دډير وخت څخه دتندلارو دفعاليتونو مخنيوي لپاره کوټلې کارروايۍ کوي ځکه نو کيدى شي ددغه بريد هدف هم نظام شاهد دراني وي.
دپيښې څخه وروستو په کوئټه کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د چاؤدنې مسؤليت تر دې مهاله کومې تندروه ډلې په غاړه نۀ دى اخستى.

