دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري  وايي کوم خلک چې په سياسي توگه دپيپلز گوند د کمزوري کولو هڅې کوي هغوي  دليونو په جنت کې اوسيږي.
ددې خيالاتوڅرگندونه هغه دگل په شپه دجمهوررئيس په ماڼۍ کې  دواکمن پيپلز گوند دمرکزي مجلس عاملې غونډې ته دوينا په مهال کړې ده.
ديو سرکاري بيان له مخې جمهوررئيس اصف علي زرداري دچا دنوم اخستو پرته وويل ځينې خلک روزانه دپيپلز گوند دمرگ خبرونه ليکي خو څو کرته چې هغوي دغه خبرونه ليکي پخپله به دمايوسۍ او ناقرارۍ سره مخ کيږي.
دجمهوررئيس زرداري دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلى دى چې دپاکستان دننه او په بين المللي ميډيا کې دهغه دسياسي راتلونکي په هکله دشکونو څرگندونه کولى شي.
خو جمهوررئيس زرداري وايي پيپلز گوند ته سياسي گټې  چا په خيرات کې نۀ دي ورکړي بلکې دغه فتح دټولو صوبو دخلکو په مرسته ترلاسه شوې ده.
هغه وويل  مخالفين چې هر څه وايي او زمونږ دمشرتابۀ په ضد څومره پروپيگنډه هم وکړي پيپلز گوند به دپښو څخه نۀ پريوځي.
په غونډه کې په يو اتفاق منظور کړل شوي يو پريکړه ليک کې د جمهوررئيس زرداري په مشرۍ او حکومت دباور څرگندونه شوې ده.