افغان او نړې وال ځواکونه د افغانستان سر ښار کابل کې د امنیت خوندي ساتلو لپاره نورگامونه اخلي چې د زیارت په ورځ د جمهورئیس حامد کرزۍ د سوگند پورته کولو په مهال کومه بده پیښه رامنځته نه شي.
د اگست په میاشت کې شوي انتخابات گټلو ورسته، حامد کرزۍ به د نورو پنځو کلولونو لپاره د صدریا د اولس مشر په حیث د خپلې څوکۍ سوگند اخلي.
د افغانستان حکومت فيصله کړې ده چې دزیارت په ورځ د حامد کرزۍ دسوگند پورته کولو په مهال به په کابل کې رخصتي وي. او امنيتي چارواکي پلان لري چې د کابل مرکزته د موټرو تگ محدود کړي.
دمطبوعاتي رپورټونوترمخه، د کابل په هواي اډه به د حج د پروازونوعلاوه د نورو جهازونو تگ راتگ تړلی کیږي.
چارواکي وايي چې دکومې غټې حملي مخنیوي لپاره د نیټوځواکونه دافغان ځواکونود ملاتړ لپاره تیار ودرل شوې دي.
ددې میاشت په شورو کې د افغانستان د انتخاباتو کمیشن حامد کرزۍ د اگست په ووټونو کې بریالی ووگرځولو.
د هغه حریف پخواني خارجه وزیر عبدالله عبدالله په انتخاباتو کې درغلۍ تورونه لگولي وو اوددې له امله انتخابات په دویم پړاؤ کې د نومبر په اومه نیټه کیدونکي وو خو عبدالله الله اویل چې په موجوده حالاتو کې شفاف انتخابات نه شي کیدی او د ووټونه يي ډډه اوکړه او دا رنگ د انتخاباتو دویم پړاؤ ختم کړی او او حامد کرزۍ کامیاب اوگرځولی شو.
بل لوري ته، په نړۍ کې د بډو رشوتونو دجاج اخستلو تنظیم ټرانسپیرنسي انټرنیشنل خپل کلیز رپورټ کې ویلې دي چې افغانستان او عراق، دواړه هاغه هیوادونه چې امریکا ورته د اربونو ډالرو امداد ورکوي، په نړۍ کې د بډورشوتونو نو په سربد نامو هیوادونو کې شامل دي.
د تنظیم د رپورټ تر مخه، صومالیه د وړمبۍ درجې، افغانستان د دویمې درجې  او بیا عراق او سوډان په شریکه په دریمه درجه د نړۍ ترټولوزیات د بډورشوتونونه ډک هیوادونه دي.