د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني وايي هيواد دا مهال په يو مهم ډگر ولاړ دى او ترهگر او تندلاري به پرې نۀ ښودل شي چې اولس يا هيواد دډار لاندې وساتي.
دچارشنبې په ورځ په رسالپور کې دپاکستان دهوايي ځواکونو اکيډيمۍ دسلامۍ کليزې دستورې ته پخپله وينا کې دپوځ مشر وويل دا مهال چې پاکستان ته دترهگرۍ او تندلاريتوب څخه دکوم نوعيت چيلنجونه پيښ دي هغه له دې وړاندې هيڅ کله نۀ وؤ.
جنرال کياني ددې ارادې پخلى وکړو چې دهيواد ١٧ کروړه اولس به په گډه او پخې ارادې سره ددغه چيلنج مقابله کوي.
هغه وويل دپاکستان وسله وال پوځونه هم ددغو ټولو گواښونو څخه په ښه ډول خبر دي او دهيواد دتحفظ او دفاع په هکله بايد دهغوي دارادو په هکله څوک په غلط فهمۍ کې پرې نۀ اوځي.
جنرال کياني زياته کړه لومړى په سوات او اوس چې په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو پر ضد په کوم برياليتوب سره عمليات ترسره شول هغه دپاکستاني پوځيانو دپخې ارادې او مسلکي صلاحيتونو ښکاره ثبوت دى.
دپوځ مشر وويل دا مهال پاکستان دکورنيو او بهرنيو گواښونو سره مخ دى.
نوموړي وويل د هيواد څخه به ترهگري او تندلاريتوب له مينځه وړلى شي.
هغه دتندلارو په ضد پوځي عملياتو کې دپاکستان دهوايي ځواکونو دملاتړ ستائينه وکړه او وې ويل دځمکنيو ځواکونو عمليات دبرياليتوب ډگر ته په رسولو کې هوايي ځواکونو مهم کردار ترسره کړو.
جنرال کياني دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو په مرسته دعام اولس څخه مننه وکړه.

