د امریکې صدر براک اوباما ویلي افغانستان کې امنیت یقیني کولو لپاره یې ادارې افغان حکومت ته ښکاره حدفونه کېښودی دي.
د امریکې جمهوررئیس براک اوباما ژمنه وکړه چې ډیر زر به فېصله کوي چې څنگه به په افغانستان کې موجود د امریکې ٦٨٠٠٠ پوځیان نور مضبوطوي.
دغه پوځیان په افغانستان کې د تندلارو پرضد جنگیږي. ښاغلي اوباما ویلي لومړی هغه غواړي افغانانو ته اووایي چې القاعده په امریکایانو حملې کوي او دا چې په افغانستان کې یي ځان ته اډی جوړې کړي.
امریکایي چارواکي وایي د اوباما اداره به گوري چې افغان جمهوررئیس کرزی څنگه یو باوري ملگرې جوړیدی شي. په افغانستان کې د ښاغلي کرزي د تاجپوشۍ نه وړاندې د امریکې جمهوررئیس ویلي چې د یو سړي ایماندارۍ نه زیات د حکومت کار دا دې چې د قانون په چوکاټ کې دننه، خلکو ته بنیادي اسانتیاوې ورکړي

