د امریکې صدر باراک اوبامه ویلې دي چې د افغانستان په هکله د تگ لارې یا پالیسۍ په لړې کې خپله فیصله به په راتلونکو څو هفتو کې اعلان کړي.
هغه اویل چې دغه فيصله به امریکا او دامریکې نیټوپوځي ملگري افغانستان کې د جنگ گټلو په لوري روان کړي.
د چین د سفر په مهال د امریکې این بي سي ټیلي ویژن سره مرکه کې باراک اوبامه اویل چې د هغه فیصله به د افغانستان په هکله د امریکې پالیسۍ هر اړخ په پام کې اخلي.
هغه اویل چې د فيصلې ورسته به د امریکې خلکو ته په واضحه تکو کې د امریکې لپاره خطر اوښودلی شي، د خپلې ارادې به ورته واضحې کړي، چې کامیابي څه رنگ ترلاسه کیدی شي په دې به څومره پیسي او وخت مصرفیږي.
جمهوررئیس باراک اوبامه اویل چې هغه دا یقیني کول غواړي چې امریکا به باالاخر د افغانستان نه اوځي او پشا به یو باسباطه هیواد پریښدي.
هغه زیاته کړه چې هغوي یوداسې صورتحال جوړول غواړوپه کوم کې چې به امریکا ډیر لږ رول لري او افغان ځواکونه به ددې جوگه وي چې خپل وطن خپله یوځاې ووساتي. هغه اویل چې افغان ځواکونه په موجوده وخت کې دغه رنگ رول نشي لوبه ولی او د امریکې مرستې ته اړتیا لري.
باراک اوبامه اویل چې امریکا خپله تگ په ډول جوړول غواړي چې افغانستان سره مرسته ترسره کړی شي.
په امریکا کې د یوې یونیورسټۍ لخو ا شوي یوه ورستۍ نظر پوښتنه ښاي چې امریکا کې په افغانستان کې د جگړې لپاره په اولسي ملاتړ کې کموالی راغلی دی. په نظرپوښتنه کې برخه اخستونکو دوه کم پنځوس فيصده خلکو د جنگ ملاتړ کولو. د اکتوبر په شوروکې دوه پنځوس فیصده خلک د جگړې پلویان وو.
هم دغه رنگ د صدر جوړیدو راهسې په وړمي وار په خلکو کې د باراک اوبامه خوښوالی د پنځوس فیصد نه دوه کم پنځوس فیصد ته کم شوی دی.
د این بي سي ټیلي ویژن سره مرکه کې باراک اوبامه د امریکې دمشر سرکاري وکیل ایریک هولډر د فيصلې ډله اوکړه چې د کال ٢٠٠١ د حملوپه لړ کې نیول شوی خالد شیخ محمد او څلور نور تنان دې په نیویارک کې عدالت ته وړاندې کړی شي.
هغه اویل چې هغه د امریکې په اولس، د امریکې په قانوي روایاتو او په سرکاري وکیلانو مکمل اعتماد لري. هغه زیاته کړه چې د نیویارک سرکاري وکیلان دترهگرۍ په مقدمو خصوصي پوهه لري.
د فاکس ټیلي وژن سره په بیلا مرکه کې باراک اوبامه اویل چې حکومت به يي په گوانټانامو کې د شک من ترهگرو لپاره ځندان د تړلو د جنورۍ نیټه پوره نه کړی شي. خو هغه امید څرگند کړی دی چې دغه ځندان به راتلونکې کال کې څه وخت بند کړی شي.
هغه اویل چې د واک ترلاسه ورسته يي په نړۍ کې د امریکې نوم بیا ښه کړی دی.

