د افغانستان موجوده صدر یا اولس مشر حامد کرزۍ به د زیارت په ورځ د نوي پنځه کلنې دورې لپاره په کابل کې یوه دستوره کې سوگند په داسې مهال پورته کوي چې د امریکې په شمول نړې والې ټولنې په هغه غږ کړی دی چې حکومت دي د بډو رشوتونو نه پاک کړي.
بل خوا، د امریکې صدر باراک اوبامه ویلې دي چې د افغانستان په هکله د تگ لارې یا پالیسۍ په لړې کې خپله فیصله به په راتلونکو څو هفتو کې اعلانوي.
د حامد کرزۍ د سوگند دستوره به د سختو امنیتي گامونو تر لاندې دافغانستان سرښار کابل په صدارتي ماڼۍ کې ترسره کیږي چې پکښی به د امریکې خارجه وزیره هیلرې کلنټن، سره د برطانیي، ترکيي اود هند د همکارانو برخه اخلي.
مطبوعاتي رپورټونه وايي په دستوره کې به تر ٣٠٠ پورې میلمانه برخه اخلي. د پاکستان صدر اصف علې زداري هم د حامد کرزۍ د دویمې دورې د پرانسې په دستوره کې برخه اخستلو لپاره کابل ته رسیدلی دی.
کابل کې د امنیت خوندي ساتلو لپاره کلک گامونه اخستل شوې دي او نړوالو ځواکونو ویلې دي چې د کومي غټې حملي په ترڅ کې به د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.
د امریکې خارجه وزیره هیلرې کلنټن کابل کې ده او د حامد کرزۍ د سوگند پورته کولو وړاندې يي ویلې دي چې افغان مشران دې حکومت د بډورشوتونو نه پاک کړي او اولس سره دي د همکارۍ نوی تړون اوکړي. هغې دا څرگندوني کابل کې د امریکې سفارت په یوه غونډه کې اوکړې.
د امریکې جمهوررئیس باراک اوبامه د افغانستان په هکله خپله وینا کې اویل چې په څو هفتو کې به د افغانستان په هکله خپله فيصله اعلان کړي.
هغه اویل چې دغه فيصله به امریکا او دامریکې نیټوپوځي ملگري افغانستان کې د جنگ گټلو په لوري روان کړي.
د چین د سفر په مهال د امریکې این بي سي ټیلي ویژن سره مرکه کې باراک اوبامه اویل چې د هغه فیصله به د افغانستان په هکله د امریکې پالیسۍ هر اړخ په پام کې اخلي.
هغه اویل چې د فيصلې ورسته به د امریکې خلکو ته په واضحه ټکو کې د امریکې لپاره خطر اوښودلی ‍‍شي، خپلې ارادې به ورته واضحې کړي چې کامیابي څه رنگ ترلاسه کیدی شي او په دې به څومره پیسي او وخت مصرفیږي.
جمهوررئیس باراک اوبامه اویل چې هغه دا یقیني کول غواړي چې امریکا به باالاخر د افغانستان نه اوځي او پشا به یو باسباطه هیواد پریښدي.