د صوبه سرحد سرښار پيښور کې د زیارت په ورځ جوډيشل کمپليکس ياکچهرو دودانۍ په خلۀ کې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې د مړو شمېره 21 ته رسېدلی ده.
ددغه چاؤدنې له امله گڼ شميرگاډي هم تباه شوي دي ،ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دپيښور ليډي ريډنگ روغتون ته رسول شوي دي.
دپيښور دننه ددوؤ اوونيو په لنډه موده کې دغه ٦م ځانمرگى بريد ؤ چې پکې د80ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
دپيښور دضعلي انتظاميې مشر يا ډي سي او صاحبزاده انيس پيښه کې د١٧ؤکسانو دوژل کيدلوپخلى کړى دى اؤ ويلي يې دي په وژل شوؤ کې درې پوليس او يو وکيل هم شامل دي.
هغه وويل په ژوبلوکې هم ددريوؤ کسانو حالت مرگونى دى.
دپښې په ځايې کې خبريالانوسره په خبروکې صاحب زاده انيس وويل ځانمرگى ديو گاډي څخه ښکته شو او غوښتل يې کچهرو ته پياده ننوځي خو کله چې په دروازه ولاړو پوليسو ځانمرگى دلټې لپاره اودرولو نو هغه په ځان پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته انفجار ورکړو چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه.
دبمونو دخنثي کوونکو پوليسو له مخې په دغه چاؤدنه کې د٨ؤ څخه تر ١٠ؤ کلو گرامو پورې چاؤديدونکي مواد کارول شوي وؤ.
په کوم ځايې کې چې دغه پيښه رامينځته شوې وه دهغې سره نزدې دسرحداسمبلۍ وداني،دسترې محکمې وداني،دکورکمانډرکور،د وزيرانودفترونه اونورې مهمې ودانۍ موقعيت لري،
لږه موده وړاندې هم دکچهرو ودانۍ ته مخامخ په پرل کانټي نيټل هوټل کې يوځانمرگي بريد ترسره شوى وؤ چې په شلگونوکسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ.
دصوبه سرحد مشر وزير بشيراحمد بلورډيوه راډيوسره په خبروکې ددغه ځانمرگي بريد په سختوټکوکې غندنه وکړه اؤ وئ ويل دبې گناه انسانانو په وژنه ترهه گر مونږ دترهه گرۍ په ضد دجگړې څخه نۀ شي په شا کولى.
هغه وويل له بده مرغه په جنوبي وزيرستان کې دعملياتو پيل کولو څخه څو مياشتې دمخه دغلته دعملياتو پيل کولو اعلان وکړل شو چې له امله يې ترهه گرو ته ددغه ځايې څخه دتښتيدو او داوسنيو بريدونو دپلان جوړولو موقع په لاس ورغله.
بشير بلور وويل ترهه گر دپيښور څخه په گير چاپيره کليو کې پټ شوي او دسختوامنيتي تدابيرو نيولو باوجود هغوي خپله لاره جوړوي.
دسوات سيمې دطالبانودمشرمولانافضل الله افغانستان ته دتښتيدوپه اړوند ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي بلور وويل مونږ پرې شکروباسوچې هغه زمونږ دخاورې څخه وتښيدلو.
نوموړي وويل ترهگرچې هرچرته تښتي مونږ پرې خوشحاله يوخوزمونږ بچي دي نۀ وژني.
بايد وويل شي داکتوبر په ١٧مه نيټه په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کيدو څخه راپديخوا په ټول پاکستان کې داړي گړي پيښو او ځانمرگي بريدونو کې هم چټکتيا راغلې ده چې پکې د300ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
چارواکي په پيښور او دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې ترسره کيدونکي ترهه گريز بريدونه په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو غبرگون ښايي.

