د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني وايي پاکستان دترهگرۍ په ضد روانه جگړه دبل چادپاره نۀ بلکې دخپلوگټودپاره کوي.
دزيارت په ورځ په اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال وزيراعظم وويل دقانون پځايې کوونکو ادارو دتوان سيوا کولو لپاره ټولې نړۍ سره خبره کوؤ.
هغه وويل دامريکا دقامي سلامتۍ د مشاور جيمز جونز لخوا جمهوررئيس اصف علي زرداري ته سپارل شوي دامريکا دجمهوررئيس اوباما په ليک کې دترهگرۍ په ضد دلا زياتو گامونو اخستوپه اړه هيڅ خبره نشته.
هغه وويل لمړى به ترهه گرو يواځې پوځ په نخښه کولو او اوس اولسي خلک په نخښه کوي.
يوسف رضاگيلاني هيله څرگنده کړه چې په وزيرستان کې به وضعيت ډير زر عادي شي.
وزيراعظم زياته کړه دترهگرۍ په ضد روانه جگړه کې مونږ زياتې وسيلې نۀ لرو خو بيا هم دخپل توان په اساس دغه جگړه په وړاندې وړو او په بهرنو مرستو ډيره کمه تکيه کوؤ.
هغه وويل دترهه گرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپلو ځانونو لپاره کوؤ.
ښاغلي گيلاني دجنوبي وزيرستان دعملياتو په هکله وويل دترهه گرو په ټولو مضبوطو سيمو مو واک ترلاسه کړى او ټول مهم ترهه گر يا خو وژل شوي او يا تښتيدلي دي.
نوموړي وويل دوړو صوبو دمحرومۍ احساس به ختموؤاؤ هرچاته به خپل حقونه ورکول کيږي.
دپاکستان صدراعظم په جنوبي وزيرستان کې دترهه گرو په مهمو سيمو دواک ترلاسه کولو ادعا په داسې حال کې کړې ده چې طالبان وايي هغوي خپلې مهمې سيمې دجنگي تگلارې له مخې پوځ ته پريښې دي.
طالبان دا هم وايي چې غواړي په دغه جگړه کې خپل زيات سړي او وسيلې دلاسه ورنۀ کړي او دگوريلايي جنگ له لارې پوځ ته زيان واړوي.
تر دې مهاله دجنوبي وزيرستان په عملياتو کې د70ؤ څخه زيات پوځيان وژل شوي او په شلگونو نور ژوبل شوي دي چې دپاکستان پوځ هم وخت په وخت دتندلارو په بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته داوښتل کيدونکو دغو زيانونو پخلى کوي.
خوپوځ دا هم وايي چې په دغه جگړه کې يې د500ؤ څخه زيات تندلاري وژلي او دهغوي يو شمير مهمې سيمې يې لاسته راوړي دي.
په جنوبي وزيرستان کې دپوځي عملياتو پيل کيدو سره سم دهيواد په بيلا بيلو برخو کې هم دورانکارۍ يا ترهه گرۍ بهير پياوړى شوى دى او دتيرې يوې مياشتې په مهال ددغو پيښو له امله د300ؤ څخه زيات عام وگړي او عسکر وژل شوي دي.

