د افغانستان په فراه ولايت کې دجمعې په ورځ يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه 16 کسان وژل شوي او د٣٠ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.

 په ژوبل شوؤ کې گڼ شمير ماشومان هم شامل دي.
دپوليس چارواکو له مخې ځانمرگى په يو موټر سائيکل سپور ؤ او دگڼې گوڼې په يوه سيمه کې يې دپوليسو يو افسر په نخښه کړو.
ځانمرگي بريد کې په نخښه کړل شوى پوليس افسر سره ددوؤ ساتونکو وژل شوى دى.
 فراه  دايران سره نزدې موقعيت لري او له دې وړاندې هم په فراه ولايت کې طالبانو دغه رقم بريدونه ترسره کړي دي.
دترهه گرۍ دغه تازه پيښه دافغان جمهوررئيس حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس دڅوکۍ دلوړې کولو څخه يواځې يوه ورځ وروستو رامينځته شوې ده.
دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي دزيارت په ورځ په کابل کې په دوهم ځل دجمهوررئيس دڅوکۍ دلوړې کولو څخه وروستو په بدعنوانۍ کې دککړو حکومتي چارواکو  په ضد دگامونو اخستو، دمخدره موادو دله مينځه وړلو ، په راتلونکو ٥ؤ کلونو کې  دامنيت ټينگښت او امنيتي مسؤليتونه افغان پوځ ته دسپارلو اراده کړې وه.
دفراه  والي روح الامين خبريالانو ته ويلي دي اوس مهال طالبان هڅه کوي چې افغاني او بهرنيو ځواکونو ته ستره مرگ ژوبله واړوي ځکه  امنيتي ځواکونه په سيمه کې دياغيتوب په ضد عمليات کوي.

 

keywords: afghanistan, suicide, attack, militants, taliban, blast