د پاکستان دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې دپوليسو په يو گاډي ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې دوه پوليس وژل شوي او  دشپږو پوليسو په گډون نهه کسان ژوبل شوي دي.
په پيښه کې ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دپيښور ليډي ريډنگ روغتون ته رسول شوي دي.
دغه  چاؤدنه دزيارت او جمعې په مينځ شپه  دپيښور ديکه توت په پنج کهټه سيمه چوک کې رامينځته شوې ده.
دپيښور ډي سي او صاحبزاده انيس په دغه چاؤدنه کې په سمدستي توگه ديو پوليس دوژل کيدو او د٥ؤ کسانو دژوبل کيدو پخلى کړى او ويلي يې دي چې دغه چاؤدنه په پوليسو دگزمې په مهال ترسره شوې ده.
هغه وويل ددغه پيښې څخه وروستو دپوليسو او جنگيالو ترمينځ ډزې هم شوي دي.
ديکه توت تاڼې دپوليسو مشر يا ايس ايچ او قادر خان خبريالانو ته ويلي دي دپوليسو په گاډي ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې گاډى په بشپړ ډول تباه شوى دى.
دبمونو دخنثي کوونکو پوليس له مخې په پيښه کې د٤ؤ څخه ٥ؤ کلو گرامو پورې چاؤديدونکي مواد کارول شوي وؤ.