د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني وايي پوځيان به تر هغې په سوات کې ايسار وي ترڅو چې دغلته بشپړ امن نۀ وي ټينگ کړل شوى.
دپوځ سرلښکر دسوات څخه دليدنې په مهال په سيدو شريف کې يوې دستورې ته وينا وکړه او وې ويل سوات به يو ځل بيا دتيرو وختونو پشان خوشحال وي.
دپوځي مشر وينا وه ددې سيمې خلکو چې د امن لپاره کومې بې کچه قربانۍ ورکړي هغه دهيريدلو نۀ دي.
نوموړي زياته کړه دسوات خلکو ته تحفظ ورکول دپاکستان پوځ خپل فرض گڼي او ددې ځايې خلکو چې دپاکستان پوځ ته کوم عزت ورکړى دى هغه دستائيلو وړ دى.
پوځي مشر وويل دسوات دعملياتو په مهال چې عام اولس ته  کوم زيانونه اوښتي هغه به راسرکولى شي.
دهغه وينا وه دغه سيمه کې دنيغې لارې په نوم پوځي عملياتو کې 550 ؤ پوځيانو خپل ژوند دلاسه ورکړى او 1500 نور ژوبل شوي دي.
جنرال کياني زياته کړه دپوځ مورال ځکه هم اوچت دى چې پاکستاني اولس او دسوات خلک ورسره اوږه په اوږه ولاړ دي.
هغه وويل پوځ چې دامن دټينگښت او دخپل اولس دتحفظ لپاره کوم زړۀ پورې کردار ترسره کوي په هغې هيچا ته شک نۀ دى پکار.
له دې وړاندې چې کله دپوځ مشر سوات ته ورسيدو نو لوړپوړو پوځي مشرانو دهغه هرکلى وکړو او دمينگورې په پوځي مرکزکې ورته دسيمې دوضعيت او دپوځ دفعاليتونو په هکله احوال تير کړل شو.
جنرال کياني سوات ته دغه سفر په داسې حال کې کړى دى چې پوځ په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په پراخه کچ عمليات پيل کړي او په سوات کې هم وخت ناوخته دپوځ او تندلارو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه کيږي.
په سوات کې دطالبانو دغورځنگ مشر مولانا فضل الله ادعا کړې ده چې هغه افغانستان ته اوښتى دى  خو له دې وړاندې پاکستاني چارواکو ادعا لرله چې هغه ژوبل او دپوځ په گيره کې دى.
په سوات کې دپوځي عملياتو راپديخوا اوس هم دتندلاريتوب له پلوه دسيمې خلک دويرې ترهې سره مخ دي او کاروباري فعاليتونه دنيم په نيمه څخه هم زيات کم شوي دي.
همدغه راز سوات چې په پاکستان کې دسيلگرۍ لپاره يو مهم ځايې گڼل کيږي  سږ کال دغلته دتاؤتريخوالي له امله سيلگر دورتگ څخه ډډه کوي.
سوات ته دخپل اوسني سفر په مهال دپوځ سرلښکرجنرال اشفاق پرويز کياني دسيمې خلکو ته ډاډ ورکړو چې دهغوي ژوند به دتندلاريتوب دگواښونو څخه ژغورل کيږي.
هغه وويل څنگه چې وړاندې دسوات سيمه دسيلگرۍ مرکز ؤ او ددې ځايې خلکو دخوښۍ څخه ډک ژوند کولو همدغه راز به يو ځل بيا دلته سيلگرۍ دپاره لاره هوارولى او دسوات خلکو ته دخوشحالۍ موقعې برابرولى شي.