د پاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک د امریکایي ورځپاڼی واشنگټن پوسټ هغه رپوټ رد کړی چې د امريکايي استخباراتو پخواني چارواکو له خولی وایي  د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې دى.
 ښاغلي ملک وویل کۀ چرې په دې هکله کوټلي ثبوتونه راکړل شي نو پاکستان به دهغې په اساس ضرور گامونه اخلي .
نوموړی ويلي دي پاکستاني قيادت دامريکې استخباراتي ادارې سي ايي اى مشر ته دپولې دپورې غاړې افغانستان څخه په بلوچستان کې دشکمنې  لاسوهنې او  ترهگرو ته دوسلو په ورکړه احتجاج او ددغې لړۍ په فوري توگه دبندولو خواست يې کړى دى. دخالي په ورځ دپاکستان په پايتخت اسلام اباد کې خبريالانو سره خبرو کې دکورنيو چارو وزير وويل  پاکستان به پرته له کومې ويرې په هره هاغه چاره نۀ يواځې احتجاج کوي بلکې خپل غبرگون به پرې هم څرگندوي چې دهيواد دخپلواکۍ پر ضد وي.
دپاکستان په دوره تللي دسي ايي اى مشر لي اون پى ناټا دجمعې په ورځ دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري ،وزيراعظم يوسف رضا گيلاني او داستخباراتي شبکې مشر ايي ايس ايي مشر ميجر جنرال احمد شجاع پاشا سره ليدنې کړي دي.
دسرچينو له مخې په دغو ليدنو کې پاکستاني مشرانو په  لى اون پى ناټا  واضحه کړې ده چې دالقاعده او طالبانو مشران په پاکستان کې نشته او ټينگار يې کړى دى چې دپاکستان په قبائيلي سيمو کې بايد امريکايي ډرون بريدونه بند کړل شي.
دکورنيو چارو وزير وويل مرکزي  حکومت به دصوبه سرحد حکومت ته دترهگرۍ مقابلې لپاره مرستې ورکوي او په دې لړ کې به صوبه سرحد ته نور ځواکونه هم ورکولى شي.
هغه وويل د اسلام اباد او صوبه سرحد په گډون دهيواد په نورو ښارونو کې داسې سکينرې يا ليدونکې الې لگولى شي چې دهغې له لارې به د چاؤديدونکي مواد وړونکي راوړونکي  گاډي معلومولى شي.