د پاکستان د صوبه سرحد په هنگو او قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو او جنگيالو ترمينځ نښتو کې ١٧ جنگيالي وژل شوي ٨ نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې دهنگو په شاهو خيل سيمه کې دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو لخوا دلټونې عمليات دوام لري او په دغو عملياتو کې ١٢ جنگيالي وژل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي امنيتي ځواکونو سره نښتو کې ٨ ترهه گر ژوبل شوي او ١٢ نور ژوندي نيول شوي دي.
سرچينې وايي په شاهو خيل کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد گيره تنگه کړې او خلک په سيمه کې دسترو عملياتو دپيل کيدو له ويرې کډې کوي.
امنيتي ځواکونو په سيمه کې کرفيو پځايې کړې او دلټونې عمليات دوام لري.
هم په شاهو خيل سيمه کې تندلارو دپيټرول ديو پمپ سره نزدې دپوليسو په گاډي دلاسي بم بريد کړى خو پوليسو ته پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
حکومتي سرچينو په شاهو خيل کې دنښتې په مهال د١٢ؤ جنگيالو دوژل کيدو راپورونه نۀ دي تصديق کړي خو وايي امنيتي ځواکونو دغلته دتندلارو په ضد عمليات کړي دي.
بل لوري ته داتوار په ورځ دپاکستان پوځ پخپل يو بيان کې ادعا کړې چې دجنوبي وزيرستان په عملياتو کې يې نور٥ تندلاري وژلي او يو عسکر ژوبل شوى دى.
پوځ وايي دجنډولې او سرا روغه سيمې په پش زيارت، خندايي سر او تبايي سر کې دلټونې دعملياتو په مهال ١٠ بمونه هم شنډ کړل شوي دي.
دپوځ دعوه ده چې دا مهال پوځيان په شکۍ او کاني گرم کې خپلې پښې مضبوطوي.
اخوا په قبائيلي سيمو اورکزۍ او کرمه کې هم امنيتي ځواکونو دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې خو تندلارو ته په دغه بمبارۍ کې اوښتې مرگ ژوبله نۀ ده روښانه شوې.
دچارواکو له مخې دکرمې ايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو دگن شپ هيلي کاپټرو له لارې دتندلارو په ځالو بمباري شوې ده او دسيمې خلک خوندي سيمو ته کډې کوي.

