د اسرائيل پوځ وايي جنګي الوتکو يې داتوار په ورځ غزه کې په دوؤ فابريکو او دقاچاق دپاره کارول کيدونکي يو سرنګ باندې بمباري کړې ده.
دفلسطين مرستندويه کارمندان وايي په دغه هوايي بريد کې لږ ترلږه ٧ کسان ژوبل شوي دي.
داسرائيلي چارواکو له مخې دغه بريد يې دهاغه راکټي بريد په ځواب کې کړى دى چې فلسطيني تندلارو دخالي په ورځ دهيواد په يوه جنوبي برخه کې کړى ؤ.
دراکټ په دغه بريد کې کوم مالي يا ځاني زيان نۀ ؤ اوښتى.
داسرائيل لخوا دغه هوايي بريد دحماس له لوري يوه ورځ دمخه دشوي هاغه اعلان څخه وروستو شوى دى چې پکې يې ويلي وؤ دغزه په ليکه کې موجودو فلسطيني تندلارو ډلو سره داسرائيل په جنوبي برخو دراکټي بريدونو دمخنيوي دپاره تړون ترسره شوى دى.

