دپاکستان پوځ دگل په ورځ پخپل يو بيان کې ویلې دې چې دجنوبي وزيرستان په عملياتو کې يې دتير يو شواروز په مهال نور نهه جنگيالي وژلي دي.
پوځ وايي دترهه گرو او امنيتي ځواکونو ترمينځ په لخي غونډ او بنکر سيمه کې درنه جگړه شوې ده چې پکې 8 تندلاري وژل شوي دي.
دپوځ دبيان له مخې دنيرايي او برورايي سيمې دتندلارو څخه پاکې کړل شوې او دغلته په نښتو کې يو پوځي هم ژوبل شوى دى.
همدغه رنگ پوځ دکاني گرم سره نزدې په کرم سيمه کې ددوؤ پوځيانو دژوبل کيدو او يو جنگيالي دوژل کيدو هم خبر ورکړى دى.
داکتوبر د17مې نيټې څخه په جنوبي وزيرستان کې دپاکستان پوځ دتندلارو په ضد پيل کړل شوؤ عملياتو کې د500ؤ څخه دزياتو تندلارو دوژنې ادعا کړې ده.
 خو ازادو سرچينو دپوځ دغه ادعا  نۀ ده تصديق کړې.
په جنوبي وزيرستان کې دا مهال دکړکيچنو حالاتو له امله خبريالان ددې جوگه نۀ دي چې په ازاده توگه د سیمې نه خبرونه راغونډ کړی ‍شي.
يوه اوونۍ دمخه ډيوه راډيو ته دجنوبي وزيرستان يو مخور سياسي مشر دنوم نۀ ښودلو په شرط ويلي وؤ امنيتي ځواکونو تر دې مهاله په جنوبي وزيرستان کې يو مهم طالب کمانډر هم نۀ دى په نخښه کړى.
دپاکستان پوځ ادعا لري چې دجنوبي وزيرستان په عملياتو کې يې دطالبانو مهم مرکزونه او سيمې دخپل واک لاندې راوړي دي، او هغوي دسيمې څخه تيښتې ته اړ دي.