په افغانستان کې ميشت ائتلافي ځواکونه وايي دتير يو شواروز په مهال په افغانستان کې دجنگيالو په بريدونو او بمي چاؤدنو کې نور 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي.
دايساف ځواکونو دگل په ورځ پخپل يو بيان کې ويلي دي په جنوبي افغانستان کې دوه عسکر دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې وژل شوي او يو بل داتوار په ورځ دجنگيالو په بريد کې وژل شوى دى
ايساف زياتوي يو بل عسکر هم دگل په ورځ په ختيز افغانستان کې په يوه بمي چاؤدنه کې وژل شوى دى.
دايساف وينا ده وژل شوي ټول عسکر امريکايان وؤ.
ددغو څلورو امريکايي پوځيانو دوژل کيدو سره دروان کال دجنورۍ دمياشتې څخه تر دې مهاله دوژل شوؤ امريکايي عسکرو شميره 296 ؤ ته رسيدلې ده.
سږنى کال په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو لپاره زيات خونړى ثابت شوى دى.
ديو راپور له مخې سږ کال په افغانستان کې دترهه گرۍ پيښو او بمي چاؤدنو کې د470 څخه زيات بهرني پوځيان وژل شوي دي.
دافغانستان دکورنيو چارو وزارت وايي داتوار په ورځ دافغانستان په هلمند ولايت کې په يوه بله پيښه کې درې افغان عسکر دسړک دغاړې په چاؤدنه کې وژل شوي دي.
دکورنيو چارو وزارت وايي دغه پيښه دهلمند په موسي قلعه اولسوالۍ کې رامينځته شوې ده زياتوي چې دتيرو څليريشتو ساعتو په مهال په ختيز او جنوب کې ٧ افغاني عسکر ژوبل شوي هم دي.

