په پاکستان کې جوړه کړل شوې عسکري جنگي الوتکه JF_17 تندردگل په ورځ دپاکستان هوايي ځواکونو ته سپارل شوې ده.
دالوتکې دسپارنې په موقع په کامره پوځي مرکز کې دپاکستان دهوايي ځواکونو يوې دستورې ته دوينا په مهال وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وويل دپاکستان هوايي ځواکونو ته ددغې الوتکې دسپارنې سره دهيواد دفاع نوره هم مظبوطه شوې ده.
دهغه وينا وه دJF-17 تنډر الوتکې تيارول دپاکستان دخپلواکۍ دپياوړتيا په اړه يو مهم گام دى.
وزيراعظم ددغې الوتکې په جوړولو کې دچين مرسته وستائيله او وې ويل دا دپاکستان او چين ترمينځ دژورې ملگرتيا غمازي کوي.
دJF-17 تنډر په نوم دغه الوتکه دچين په همکارۍ دپاکستان دهوايي ځواکونو دپوهانو لخوا په کامره کې جوړه کړل شوې ده.
دغه الوتکه لږ نرخ او سپک وزن لري او دميزائيلو څخه پرته روايتي وسلې وړلى شي.
دغه الوتکه دبريد کولو ترڅنگ ددفاع کولو پرته په هر رقم موسم کې دالوت کولو کوټلى توان هم لري.

