اسرائیل په غربي غاړه کې د یهودیانولپاره په نوو ابادیو جوړولو باندې  تر لسو میاشتو پورې پابندي لگولې ده. د اسرائیل وزیراعظم د شورو په ورځ دغه گام اعلان کړو.
د امریکې حکومت د اسرئیل ددغه گام هرکلی کړی دی خو ویلې يي دي چې اسرائیل باید په نوو ابادو مکمل بندیز لگولی وی.
د امریکې د لهجې څرگندونه د منځني ختیز لپاره د امریکې استازي جارج میچلز اوکړه او خبریالانو ته یي اویل چې امریکا د عرب هیوادونو سره د اسرائیل د گام په هکله اندیښنې شریکاوي خو ددې نه وړاندې بل کوم اسرئیلې حکومت داسې کوم گام نه دی اخستی او نه داسې کوم کار د صدر بش په وخت کې شوی دی.
هغه اویل چې د اسرائیل حکومت لخوا دغه بندیزپه مهال به تر لسو میاشتو پورې نه خو نوي کورونو جوړولو ته منظوري ورکړې کیږي او نه به نوي کورونه په غربي غاړه کې جوړول کیږي.
هغه اویل چې زر به منځني ختییز ته سفر کوي چې د اسرائیل لخوا اخستل شوي گام په ترڅ کې د اسرائیل او فلسطینانو تر منځ د امن خبرې شورو کولو لپاره کار اوکړې.
جارج میچلز اویل چې امریکا د عرب مشرانو لخوا څرگند کړې شوي اندیښنوسره همدردي لري.
د اسرئیل د اعلان ورسته به په غربي غاړه کې نوي کورونه نه جوړول کیږي خو هاغه ابادۍ به سر ته رسول کیږي په کومو چې دا وخت کار روان دی.
په نوو ابادو پابندې به په شرقي یروشلم کې کار نه کوي. فلسطینان غواړې چې شرقي یروشلم دې د دوې د ائنده هیواد سرښار ووټاکلی شي.
د اسرائیل وزیراعظم بین جمین نیټن یاهوپه غربي غاړه کې په نوي ابادو د پابندۍ اعلانولو په مهال اویل ددې هدف دادی چې د فلسطینانو سره د امن خبرې بیا شوروکولو لپاره حالات برابر کړی ‍‍شي.
خپل حکومت کې د امنیت مسولینو سره د خبرو ورسته، بین جمن نیټن یاهودغه اعلان د امن لپاره مهم گام اوبلو.
هغه اویل چې دایو داسې گام دی چې نتېجه به يي ډیره موده ورسته مخ ته راځي خو ددې اجازه يي ځکه ورکړه چې دوې د امن خواهش لري، غواړي چې د امن لورې ته پرمختگ اوکړي، چې د امن خبرې اترې شوروکړی شې او چې یوه تاریخي معاهده اوکړې چې له امله يي د اسرئیل او فلسطین تر منځ کرکیچ ختم ‍شي.
فلسطینیانو د اسرائیل گام د رسمي اعلان نه وړاندې ردکړو ځکه چې د دې اطلاق په شرقي یروشلم نه کیږي کوم چې فلسطینیان د خپل راتلونکې هیواد سرښار گنړي.
د فلسطین صدر محمد عباس غواړي چې په اسرئیل نړي وال فشار زیات کړی شي چې په غربي غاړه کې په نوي ابادوجوړولو مکمله پابندي ولگوي.
غربي غاړه یا ویسټ بینک د فلسطینیانو د علاقونه د اردن دریاب پورې په غرب کې پرته سیمه ده چې په غرب، جنوب او شمال کي يي اسرائیل پروت دی. په کال ١٩٦٧ د عربانو سره د جنگ ورسته اسرائیل دغربي غاړې کنټرول ترلاسه کړو.
په غربي غاړې کې زیاتره عرب اباد دي خوپه سیمه کې د کال ١٩٦٧ راهسې اسرئیل په گنړه شمیره کې د یهودیانو لپاره ابادیانې هم جوړې کړې دي.