د امريکا جمهوررئيس براک اوباما دټولې نړۍ مسلمانانو ته دحج او لويې اختر مبارکي ويلې ده.
دسپينې ماڼۍ څخه دجاري کړل شوي يو بيان له مخې دامريکا جمهوررئيس براک اوباما مسلمانانو ته دلويې اختر دمبارکۍ پخپل پيغام کې ويلي دي  دحج بيت الله او دلويې اختر عبادتونه دحضرت ابراهيم (ع) ياد تازه کوي چې دنړۍ په دريوؤ سترو مذهبونو کې ورته يو شان درناوى لرل کيږي.
ښاغلي اوباما ويلي دي هغه دنړۍ ټولو مسلمانانو ته دامريکايي اولس له لوري دحج او لويې اختر په موقع مبارکي وړاندې کوي.
جمهوررئيس زياته کړې ده دحج په موقع دناروغيو مخنيوي لپاره  سږ کال دامريکا دروغتيا محکمه دسعودي عرب دروغتيا محکمې سره په گډه کار کوي.
سږ کال دټولې نړۍ څخه د٢٥ؤ لکو څخه زيات مسلمانان دحج دفريضې ادا کولو دپاره سعودي عرب ته رسيدلي دي.
دغه حاجيان چې پرون يې دعرفات ميدان ته ورتگ پيل کړى ؤ، ټاکل شوې ده نن به دحج دټولو ستر رکن وقوف عرفه ترسره کوي.
دحج په موقع دخانه کعبې غلاف هم بدل کړل شوى دى.
دخانه کعبې نوى غلاف د120 کروړو ريالو په خرڅ تيار کړل شوى چې پرې ددريوؤ منو يا 150 کلو گرامو سرو او سپينو سره قراني ايتونه ليک دي.
بايد وويل شي دسعودي حکومت دخانه کعبې څخه دراکوځونکي غلاف برخې دمملکت مشرانو او نورو مشرانو ته دسوغات په توگه ورکوي او په کال کې دوه ځله خانه کعبه وينځلى شي.