د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني ويلي دي په بلوچستان پيکج دعمل لپاره دکابينې کميټي جوړه کړل شوې ده.
 دزيارت په ورځ  په اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وزيراعظم وويل دحکومتي گامونو له امله به بې درکه کسان ډير زر خپلو کورونو ته ورسيږي.
هغه وويل  دبلوچستان دحقونوداغاز په نوم پيکج مو له دې امله دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړو چې دغه شان دټول پاکستان استازيتوب وشي.
وزيراعظم وويل په بلوچستان کې دوضعيت ښۀ کولو لپاره به داساسي قانون له مخې کار کوؤ او دبلوچستان ټولو سياسي مشرانو لپاره دگټورو خبرو اترو دروازې پرانستې دي.
نوموړي وويل بلوچستان پيکج کۀ ځينې بلوڅ مشران مني او که نه خو دا دبلوڅ اولس حق دى چې مونږ ورته ورکړى دى او په دغه پيکج دعمل لپاره دکابينې کميټه جوړه کړل شوې ده.
هغه وويل دتعليم او روغتيا په گډون ټول پرمختيايي پلانونه دحکومت په لمړيتوبونو کې شامل دي.
دهغه وينا وه بلوڅ اولس دوطن سره مينه کوونکي دي او دپاکستان په جوړيدو کې يې سترې قربانۍ ورکړي دي.
 وزيراعظم زياته کړه په بلوچستان کې دغيرملکي لاس وهنې معامله په شرم الشيخ کې دهند وزيراعظم من موهن سنگهـ سره پورته کړل شوې وه او په مناسب وخت کې به دهند لاسوهنې ثبوتونه وړاندې کوؤ.
هغه وويل دجمهوررئيس او وزيراعظم دماڼۍ ترمينځ هيڅ اختلاف نشته.