دا ورځ امریکا کې د نومبر په څلورم زیارت هرکال لمانځل کېږي. په دې ورځ گرده امریکا کې عام رخصت وي او امریکایان  هغه خوارکونه کوي چې پکې خړتمې چرگان حلال کړې شوي وي.
امریکایان یوبل ته د شکرانې ورځ مبارکې ورکوي.  په امریکا کې دا ورځ د کال  1621  راهسې لمانځل کېږي او د 1863 راهسې دا ورځ په سرکاری کچه لمانځل کېږی.
د امریکا جمهورئیس براک اوباما  په سپېنې ماڼی کې یو خړتمي چرگ چې کاریج یا حوصله نوم یی لرلو بخښنه ورکړه او دغه خړتمې روایتي خوراک جوړیدو نه بچ کړو.
په دغه موقع نوموړي د امریکا ځواکونه په هېواد کې دننه او بهر د هڅو مننه وکړه.  وروسته  د شورو په ورځ ښاغلې اوباما او د هغه کورنۍ د واشنگټن په مرتها سیمه کې ضروتمندو خلکو ته خوراکونه ورکړو.
  په دې ورځ گڼ شمېر امریکایان په قامي کچه کیدونکې لوبې او د شکرانې په ورځ کیدونکې نور تقریبونه په کورنو کې په خپلو ټیلي ویژنونو گوري.