د پاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک ویلی قبائيلي سيمو ته وسله دافغانستان څخه روانه ده او افغان حکومت بايد ددې دمخنيوي لپاره گامونه واخلي.
ښاغلي ملک دزيارت په ورځ دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې ویلي چې دترهگرو سره به خبرې اترې نۀ کيږي، دغه خلک دې لمړى وسلې وغورځوي ، حکومتي واک ته دې غاړه کيږدي، بيا به کتلى شي چې حکومت يې په هکله څه پريکړه کوي. رحمان ملک وويل په صوبه سرحد کې دامن په وضعه دقابو راوستو لپاره سرحد ته دايف سي د زرو عسکرو دورکولو منظوري ورکړل شوې ده.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل په ديني مدرسو کې به افغاني عالمان هيڅ کله ونۀ زغمل شي.
هغه په صوبه سرحد کې په غير قانوني ډول په ميشتو افغان کډوالو غږ وکړو چې سم لاسي دپاکستان څخه اوځي.
نوموړي په دغه مهال تور ولگولو چې قبائيلي سيمو ته وسله دافغانستان څخه راروانه ده او افغان حکومت بايد ددې دمخنيوي لپاره گامونه واخلي.
درحمان ملک په شمول نورو پاکستاني چارواکو هم وخت په وخت تورونه لگولي چې دپاکستان په بلوچستان ايالت کې دافغانستان له لوري لاسوهنه کيږي خو افغاني چارواکي دپاکستان دغه رقم تورونه په سختۍ سره ردوي او دريځ لري چې دپاکستان څخه ورانکاري افغانستان ته وراوړي او هلته په ائتلافي او افغاني ځواکونو دبريدونو کولو څخه وروسته په پاکستان کې پناه اخلي.
افغان چارواکي زياتره وخت دپاکستان پوځ دتندلارو په ساتنه او پالنه هم توروي خو پاکستان مدام ددغسې تورونو رد کړى دى. ښاغلي ملک د صوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي او گورنر اويس احمدغني سره ليدنې وکړې او ورسره يې صوبه سرحد کې دامن په وضعيت، په دې وروستيه کې په پيښور کې دبدامنۍ په رامينځته شوؤ پيښو ، قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد په روانو پوځي عملياتو او نورو مهمو چارو خبرې اترې وکړې.
وروسته دکورنيو چارو وزير دپيښور ليډي ريډنگ روغتون ته ورغلو او دغلته يې په بمي چاؤدنو کې دژوبل شوؤ کسانو پوښتنه وکړه.

