د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو د جيټ الوتکو باندې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې 13 تندلاري وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونو دباجوړ ايجنسۍ دماموند تحصيل په گاگه سيمه کې دتندلارو په شکمنو ځالو دجيټ الوتکو او توپو څخه گولۍ ورولي دي.
داسې خبرونه هم ترلاسه شوي دي په دغه گوله بارۍ کې دتندلارو يو شخصي روغتون هم تباه شوى دى.
سرچينې وايي چې امنيتي ځواکونو په ډمه ډوله او سيوايي سيمو کې دتندلارو تر ولکې لاندې سيمو باندې کنټرول ترلاسه کړى دى او دتندلارو دځالو په لوري پرمختگ کوي.
تيره اوونۍ دباجوړ په مرکز خار کې دامنيتي ځواکونو په پوسته ځانمرگي بريد کې ددريوؤ پوځيانو په گډون 17 کسان وژل شوي وؤ، چې له دې وروستو په سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ په نښتو کې چټکتيا راغلې ده.
دباجوړ په خار، ماموند او نورو خواؤشا سيمو کې امنيتي ځواکونو دتيرو 6ؤ ورځو راهسې کرفيو لگولې ده.
تيره ورځ دپاکستان دمليشه ځواکونو يو کمانډر کرنل رانا منور په سيوايي کلي کې خبريالانو سره دخبرو په مهال ويلي وؤ کله چې مونږ په سيمه کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړل نو گمان کيدو دلته تر 1000ؤ پورې تندلاري موجود دي چې دهغوي څخه دعملياتو په مهال تر80ؤ پورې جنگيالي وژل شوي دي.
دغه پوځي کمانډر په عملياتو کې د4ؤ عسکرو دوژل کيدو خبر هم ورکړى ؤ او ويلي يې وؤ دنزدې سوات او دير ضلعو څخه تندلاري باجوړ ته دامنيتي ځواکونو سره دجگړې لپاره راځي.
دپاکستان پوځ په کال 2008م کې دتندلارو په ضد ستر عمليات ترسره کړي وؤ او ادعا يې کړې وه چې دسيمې څخه يې ټول تندلاري پاک کړي دي خو په سيمه کې دامنيتي ځواکونو او طالب جنگيالو ترمينځ دنښتو خبرونه اوس هم ترلاسه کيږي.
دپاکسان پوځ دا مهال دجنوبي وزيرستان او سوات په گډون په ځينو قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد عمليات ترسره کوي او وايي تندلاري يې په دغو سيمو کې په شا تمبولي دي.
امريکايي چارواکي غواړي پاکستان په هاغو سيمو کې دتندلارو په ضد ستر عمليات پيل کومو چې دالقاعده جنگيالي دپولې پورې غاړې ميشتو ائتلافي ځواکونو په ضد دبريدونو پلانونه جوړوي خو دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس تيره مياشت په ډاگه کړې وه چې هغوي به تر يو کال پورې دهيواد په کومه بله برخه کې دتندلارو په ضد نوي عمليات نۀ پيل کوي.

