پاکستان دامريکايي محکمې له لوري په امريکاکې دبندي پاکستانۍ ښځينه ډاکټرې عافيه صديقي دمجرمې گرځولوپه پريکړه افسوس ښودلى دى اؤ وايي دنوموړې خپل هيواد ته د راوستلولپاره به دټولووسيلوڅخه کار اخلي.
اسلام اباد کې مطبوعاتوته داوونيزاحوال تيرولو په وخت دپاکستان دبهرنيوچارو د دفتر وياند عبدالباسط خان وويل ډاکټره عافيه صديقي دټول قام لورده اؤ دهغې د ستنولولپاره به پوره وس چار کولى شي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دبهرنيوچارو د دفتروياند وويل دامهال دپاکستان په خاوره کې ځينې امريکايي  ځواکونو روزنه ورکونکي موجود دي چې هغوئ دترهگرۍ پر ضدپه جگړه بوختوپاکستاني ځواکونوته روزنه ورکوي.
نوموړي په دغه موقعه په هند تور ولگولوچې دپاکستان دبې ثباته کولولپاره هند دافغانستان زمکه کاروي.
هغه وويل دپاکستان اؤ هندترمينځ  درسمي خبرو دبياپيل کيدلوپه اړه په ځينو وړانديزونوغور روان دى  اؤ کۀ چرې دغه خبرې بياپيل کيږي نوپاکستان به يې هرکلى کوي.
پاکستان له دې وړاندې هم په هند دغه رقم تورونه لگولى دي خوافغان حکومت وايي چې ديو خپلواکه هيواد په توگه حق لري چې دهرهيواد سره پخپله خوښه اړيکې جوړې کړي.