د پاکستان د سندهـ ايالت په کراچۍ ښار کې د ځانمرگي بريد او بمي چاؤدنې له امله لږ تر لږه 22 کسان وژل شوي او گڼ شمير ژوبل شوي دي.
دجمعې په ماذيگر دکراچۍ دفيصل سړک سره نزدې دماتم کوونکو شيعه مسلمانانو گاډى په سړک تيريدلو چې په دغه مهال په موټر سائيکل ناست يو ځانمرگي خپل موټر سائيکل ددغه گاډي سره ټکر کړو او درنه چاؤدنه وشوه.
دسندهـ دروغتيا وزير ډاکټر صغير وايي دغه چاؤدنه په بس کې شوې ده چې پکې 12 کسان وژل شوي او تر 50ؤ زيات ژوبل شوي دي.
عيني شاهدان وايي دماتم کوونکو شيعه مسلمانانو څخه ډک بس دملير نه مرکزي جلوس کې دبرخې اخستو دپاره روان ؤ.
ددغه چاؤدنې له امله خواؤشا ودانيو ته سخت زيان رسيدلى دى.
په ژوبلو کې هم دځينو کسانو حالت مرگونى ښودل کيږي چې له دې امله دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
کله چې په دغه ځانمرگي بريد کې وژل شوي او ژوبل شوي کسان دکراچۍ جناح روغتون ته ورسول شول نو څه شيبه وروستو دجناح روغتون دبيړني وضعيت دخونې مخې ته يوه بله بمي چاؤدنه وشوه چې پکې گڼ شمير کسان مړۀ او ژوبل شوي دي.
ددوهمې چاؤدنې له امله داوښتې مرگ ژوبله شميره نۀ ده په ډاگه شوې خو سرچينې وايي په جناح روغتون کې دبيړني وضعيت دخونې مخې ته په گڼ شمير کې خلک راجمع وؤ ترڅو دځانمرگي بريد له امله ژوبل شوؤ کسانو ته په وخت مرستې ورسوي.
له دې امله په دوهمه چاؤدنه کې هم په گڼ شمير کې دخلکو دوژل کيدو او ژوبل کيدو انديښنې څرگندولى شي.
په پاکستان کې دجمعې په ورځ شيعه مسلمانانو داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد(ص) دلمسو او دکربلا دشهيدانو دڅلويښتۍ دمراسمو دنمانځلو په مهال سخت امنيتي تدابير نيول شوي او په ځانگړي ډول په کراچۍ کې ځکه ددغه ورځې په مناسبت سخت امنيتي گامونه اخستل شوي چې دتيرې يوې مياشتې راهسې په دغه ښار کې دامنيت وضعه زياته کړکيچنه ده.
بايد وويل شي له دې وړاندې هم په کراچۍ ښار کې دعاشورې په ورځ دشيعه مسلمانانو په مرکزي ماتمي جلوس کې ديوې بمي چاؤدنې له امله په لسگونو کسان وژل شوي او ژوبل شوي وؤ

