د زيارت په ورځ دافغانستان او دپاکستان دگډې پولې سره نزدې دافغاني کمانډر په ډزو دوژل شوؤ اوؤ پاکستانيانو مړي دافغاني چارواکو لخوا دهغوي خپلوانو ته سپارل شوي دي.
دغه پاکستانيان چې دبلوچستان ايالت دگلستان تحصيل دشموزو دقبيلې سره يې تعلق وؤ تيره ورځ دسپين بولدک سيمې سره دافغانستان په خاوره کې په يوه امنيتي پوسته هاغه مهال دافغاني پوځ ديو کمانډر محمد عوض لخوا په ناتاره ډزو سره وژل شوي وؤ کله چې يې دافغانستان څخه په گاډو کې لرگي راوړل.
په وژل شوؤ کې محبوب،محمد، محمدخان، سپين خان، عبدالقيوم، محمد فاضل او عبدالعلي شامل دي.
ددغه پيښې څخه وروستو په وژنو کې ککړ افغان کمانډر محمدعوض دافغان امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوى دى.
دوژل شوؤ پاکستاني وگړو مړي نن په سپين بولدک کې دهغوي خپلوانو ته تسليم کړل شوي دي.
ويل کيږي کمانډر عوض دغه کسان دزړې دښمنۍ په اساس وژلي دي.
سرچينې وايي څه موده وړاندې په يوه بمي چاؤدنه کې دکمانډر عوض يو ځوې وژل شوى ؤ او هغه گمان کولو چې په دغه چاؤدنه کې دشموزو قبيلې لاس دى

