د افغانستان په هلمند ولايت کې د جمعې په ورځ ديوې بمي چاؤدنې له امله لږ ترلږه 3 کسان وژل شوي او تر 26ؤ پورې نور ژوبل شوي دي.
دپوليس چارواکو له مخې دغه چاؤدنه دهلمند په مرکز لشکرگاه کې دسپو دجنگولو ديو ميدان سره نزدې په موټر سائيکل پسې دتړلو شوؤ چاؤديدونکو موادو دانفجار له امله شوې ده چې له امله دسپو دجگړې دنندارې کولو لپاره راغلي 3 کسان مړۀ او 26 ژوبل شول.
چارواکي وايي په ژوبل شوؤ کې 6 ماشومان هم دي.
دطالبانو دحکومت په مهال په افغانستان کې دسپو په جگړه پابندي لگول شوې وه خو په کال 2001ء کې ددغه حکومت دله مينځه تللو سره سم يو ځل بيا دافغانستان په بيلا بيلو سيمو کې دغې مشغلې ارزښت وموندو.
او دسپو دجگړو دغه رقم مقابلې په تير وخت کې په نخښه شوي هم دي چې پکې يواځې دقندهار په ښار کې ددغه رقم جگړې ته په راغونډو شوؤ خلکو ځانمرگي بريد کې تر 100ؤ پورې کسان وژل شوي وؤ.
دا په داسې حال کې ده چې دهلمند په ولايت کې دتندلارو په ضد دعملياتو لپاره تيارۍ هم روانې دي.
که هر څو ددغه عملياتو پيل کولو لپاره نيټه نۀ ده په ډاگه کړل شوې خو امريکايي کمانډران وايي هغوي غواړي دکابل جنوب ختيز سيمه مرجاه په روان ژمي کې تر خپل کنټرول لاندې راولي

