د افغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دجمعې په ورځ دامنيتي ځواکونولخوا دتندلارو په ضد عملياتوکې لږترلږه پينځه تندلاري وژل شوي اؤ دوه پوځيان ژوبل شوي دي.
دسيمې څخه دترلاسه شوؤ معلوماتوپه اساس دپاکستان امنيتي ځواکونو دجمعې په ورځ دماموندو په ډمه ډوله اؤ سيوايي سيموکې دتوپونو دلارې دتندلارو ځالې په نخښه کړې چې پکې پينځۀ تندلاري وژل شول اؤ دهغوئ دوه ځالې هم لۀ مينځه يوړل شوې.
سرچينې وايي په دغه مهال تندلارو هم دامنيتي ځواکونوپه وړاندې سخت مقاومت ښودلى اؤ دهغوئ لخوا په شوؤ ډزو کې دوه پوځيان ژوبل شوي دي.
په باجوړکې دتيرو څو اوونيوراهسې دامنيتي ځواکونواؤ تندلارو ترمينځ پرله پسې دنښتو راپورونه ترلاسه کيږي چې پکې تردې دمه گڼ شميرکسان وژل شوي.
په دغو وژل شوؤ کسانوکې امنيتي عسکرهم شامل دي.
بل لوري ته په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دتندلارو لخوا دامنيتي ځواکونو په قلعه راکټي بريدکې يو عسکرژوبل شوى دى.
دسرچينو وينا ده په قلعه دبريد څخه وروستوامنيتي ځواکونوپه سيمه کې دتندلارو اؤ ترهگرو په ضدچاڼيز عمليات ترسره کړي چې پکې ديو تندلاري کمانډرپه گډون پينځۀ ترهگرنيول شوي.
اخوا دصوبه سرحد دسرښارپيښورسره پيوست دنوښارضلعې په بدرښوسيمه کې نامعلوموتندلارو يو سکول په بمونوالوځولى دى.
دنوښار دپوليسومشرنثارتنولي ډيوه راډيوته وويل دزيارت اوجمعې په مينځ شپه دکاکاصيب دغرونوڅخه دبدرښوپه سيمه کې په يوسکول اووۀ ميزابل وداغل چې لۀ امله يې دغه سکول په بشپړ ډول ړنک شو.
خودسيمې اوسيدونکې وايي چې دغه دميزائيلوبريد نۀ ؤ بلکې چاوديدونکي مواد دسکول دکمرو دننه ايښودل شوي وؤ.
دپوليسومشروويل تندلارو دپخواني سيمه ايزناظم  امجداعظم کورهم په ميزائيل ويشتلى دى چې له امله يې دغه کور زيانمن شوى خو دکور خلکوته څه رقم زيان نۀ دى رسيدلى.
دپوليسومشرزياته کړه پوليسوته خبرترلاسه شوى دى چې په سيمه کې په گڼ شميرتندلاري ناوړه فعاليتونه ترسره کول غواړي چې له دې امله پوليسو دلټونې عمليات پيل کړي اؤ سخت امنيتي گامونه يې اخستي دي