د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتې روانې دي او دمليشه ځواکونو دمرکز له مخې دتندلارو په مضبوطه ځاله ډمه ډوله واک ترلاسه شوى دى.
دمليشه ځواکونو دبيان له مخې امنيتي ځواکونو په ډمه ډوله کې تندلاري له مينځه وړي او په سيمه يې واک ترلاسه کړى دى.
دباجوړ په ماموند تحصيل کې دتندلارو په ضد امنيتي ځواکونو عملياتو هاغه مهال اودرولي ؤ کله چې ددغه ځايې قبائيلي مشران پوځ ته  دمطلوبو تندلارو په حواله کولو رضا شوي وؤ خو کله چې   دغو قبائيلي خپله ژمنه پوره نۀ کړه نو امنيتي ځواکونو په سيمه کې دتندلارو په ضد تازه عمليات پيل کړل.
دمليشه ځواکونو ددفتر له مخې دباجوړ 90 فيصده سيمې دتندلارو څخه پاکه کړل شوي او اوس مهال امنيتي ځواکونو په ماموند کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي يد.
په باجوړ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ په نښتو کې چټکتيا وروستو له هغې راغله چې تيره اوونۍ دباجوړ په مرکز خار کې دامنيتي ځواکونو په پوسته ځانمرگي بريد کې ددريوؤ پوځيانو په گډون 16 کسان ووژل شول.
امنيتي ځواکونه دتيرو څو ورځو راهسې دباجوړ په بيلا بيلو سيمو کې دتندلارو په شکمنو ځالو دجيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو څخه گوله باري کوي.
دباجوړ په منډال، ډمه ډوله کڅ او خواؤشا کليو کې  په دې وروستيو کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې گڼ شمير تندلاري وژل شوي او دهغوي ځالې هم له مينځه تللي دي.
دا مهال دباجوړ دخار،چارمنگ او سلارزۍ تحصيل په گډون امنيتي ځواکونو دتندلارو څخه گڼې سيمې پاکې کړي دي خو بيا هم دکوز ماموند ځينې برخې اوس هم دتندلارو تر کنټرول لاندې دي