نن داتوار په ورځ دافغانستان په کندهار ښار کې دپوليسو په يو ګاډي ترسره شوې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه ۴ پوليس عسکر وژل شوي او دوه اولسي وګړي ژوبل شوي دي.
په سيمه کې دپوليسو يو مشر عبدالاحمد بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل پوليسو خپلې پوستې ته په يو ګاډي کې خوراکي مواد وړل چې په دغه مهال ديو پل لاندې ايښودل شوى بم وچاؤديدو.
هغه وويل په دغه ګاډي کې څلور پوليس عسکر ناست وؤ چې ټول په چاؤدنه کې وژل شوي دي.
کندهار ښار دافغانستان دجنوبي ولايت کندهار مرکز دى چې دهلمند سره ګډه پوله لري او دهلمند په ولايت کې دتندلارو په ضد دعملياتو لپاره تيارۍ هم روانې دي.
که هر څو ددغه عملياتو پيل کولو لپاره نيټه نۀ ده په ډاگه کړل شوې خو امريکايي کمانډران وايي هغوي غواړي دکابل جنوب ختيز سيمه مرجاه په روان ژمي کې تر خپل کنټرول لاندې راولي

