دپاکستان په قبائيلي سيمه مهمند ايجنسۍ کې تندلارو يو سرکاري سکول په چاؤديدونکو موادو تباه کړى او دصوبه سرحد دنوښار سيمې څخه امنيتي ځواکونو ديو مهم تندلاري کماندر په گډون ٧ جنگيالي نيولي دي.
دسرچينو له مخې تندلارو دقبائيلي سيمې مهمند ايجنسۍ دصافي تحصيل په چمرکنډ سيمه کې دهلکانو دمنځنيو زده کړو يو سکول په چاؤديدونکو موادو سره الوځولى دى چې له امله يې دسکول وداني په بشپړ ډول تباه شوې ده.
همدغه راز تندلارو بيگاه دشپې په چمرکنډ کې دروغتيا مرکزي وداني هم په چاؤديدونکو موادو سره تباه کړې ده.
بل لوري ته سرچينې وايي امنيتي ځواکونو دصوبه سرحد دنوښار سيمې څخه ٧ جنگيالي نيولي چې پکې يو مهم تندلارى کمانډر طاهر الياس بن قاسم هم شامل دى.
دطاهر الياس تعلق دسوات سره ښودلى شي او هغه په امنيتي ځواکونو بريدونو، سرکاري ودانيو ته په زيان رسولو او نورو دورانکارۍ په پيښو کې ککړ دى.
همدغه راز په نيول شوؤ کې يو بل تندلارى چې دمولانا راشد احمد په نوم يې پيژندگلو شوې ده هم نيول شوى دى.
دنيول شوؤ کسانو څخه امنيتي ځواکونو په دروند مقدار کې وسله او مهم کاغذونه هم لاسته راوړي دي.

