نوميالى پښتون سياستمدار،اديب،شاعراؤصحافي اجمل خټک  د گل په ورځ دصوبه سرحد دنوښار ضلعې په اکوړه خټک یا کوړي کلې کې خاورو ته اوسپارل شو.
اؤ عوامي نيشنل گوند دهغه په مړينه ټول هيوادکې د دريوؤ ورځو دماتم اعلان کړى دى.
اجمل خټک د٨٥ؤ اتياؤ کالو په عمرکې پرون داتوارپه ورځ په حق رسيدلى ؤ.
نوموړى دتيرو څوکالو راهسې دناروغتيا لۀ امله په کټ پروت ؤ.
دهغه دجنازې نمونځ نن ماسپښين درې بجې په اکوړي کې دقاضي انوارالدين په امامت کې اداکړل شوچې پکې دبيلابيلوسياسي گوندونودمشرانوترڅنگ په سوؤنوشاعرانو،ليکوالو،سياسي فعالينواؤد اجمل خټک مئينانو برخه واخسته.
دارواښاد دجنازې په مهال په شيبوباران کې گڼ شميرهغه دتيرعمرمشران هم په سروجامو کې ملبوس وليدل شول چې داجمل خټک سره دخدايي خدمت گارپه تحريک اؤ دهغه په سياسي مبارزه کې ملگري پاتې شوي وؤ.
اجمل خټک چې يو وخت کې دعوامي نيشنل گوندصدراؤ سترسکترهم پاتې شوى ؤعوامي نيشنل گوند دهغه په مړينه د دريوؤ ورځو دماتم اعلان کړى دى .
دعوامي نيشنل پارټۍ لۀ لوري داجمل خټک دمړينې په اړه جاري کړل شوي دغمرازۍ بيان کې ددغه گوندمشراسفنديار ولي خان اؤ نورو مشرانودهغه په مړينه ژوره خواخوږي ښودلې ده اؤ ويلي دي دپښتون قام دښيگړې دپاره ښاغلي خټک دسياست ،ادب او صحافت لۀ لارې کوم خدمات ترسره کړي دي هغه به ترپيړو پيړو ياد ساتلى شي.
دلوړې پايې سياست مدار، اديب ، شاعر او صحافي اجمل خټک په 15م ستمبر1925م کې اکوړي کې زيږيدلى ؤ او په 17 کلنۍ کې دباچاخان دخدايي خدمتگار تحريک سره ملگرى شوى ؤ.
په 1942ء کې هغه دهندوستان پريږدئ په تحريک کې کوټلى رول ترسره کړى ؤ.
نوموړي دپيښور پوهنتون څخه په فارسۍ کې دماسټر ډگري اخستې وه.
په کال 1972ء کې په صوبه سرحد کې دجي يو ايي او نيب دگډحکومت په مهال دسرحد اسمبلۍ غړى هم پاتې شوى ؤ.
دبيلا بيلو تورونو په اساس هغه 11 کاله بند او نظارت کې تير کړي او 18 کاله يې دجلاوطنۍ عمر تير کړى ؤ.
په عوامي نيشنل پارټۍ کې نوموړى دصدر او ستر سکتر په مهمو چوکيو پاتې شوى ؤ او څو کرته دسينيټ غړى هم ټاکل شوى ؤ.
دپاکستان دپخواني پوځي جمهوررئيس پرويز مشرف سره له ليدنې وروستو په اجمل خټک سختې نيوکې وشوې او هغه ددغو نيوکو له امله دخپل گوند څخه لارې بيلې کړې او دنيشنل عوامي پارټۍ په نوم يې خپل يو سياسي گوند جوړ کړو.
خو وروستو دخان عبدالولي خان په وينا بيرته اى اين پي کې ورگډ شو.
اجمل خټک په پښتو او اردو ژبو کې ديارلس کتابونه هم ليکلي  چې په دغو کتابونو کې دپښتو شعري مجموعې دغيرت چغه او دهغه دخاطرو مجموعې دا زۀ پاگل ؤم زيات شهرت موندلى ؤ.
همدغه راز نوموړي دخپلو کالمونو يوه مجموعه هم دکچکول په نوم چاپ کړې وه  چې ليکونکى يې هغه په فرضي نوم سره ملنگ ؤ او دغه کالمونه هم تر ننه دپښتنو په زړونو او ذهنونو نقش دي.