دپاکستان دعوامي مسلم ليگ گوندپه مشر شيخ رشيداحمد ترسره شوي يو وژونکي بريدکې دهغه څلور ساتونکي وژل شوي اؤ پخپله شيخ رشيد دخپلو نورودريو ساتونکوسره ژوبل شوى دى.
دشيخ رشيداحمدسکترجاويدقريشي دپيښې په بابله خبريالانوته ويلي دي شيخ رشيد احمدباندې نن دگل په ورځ دپينډۍ په ښار کې هاغه مهال نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړې کله چې هغه دقامي اسمبلۍ دخالي شوې چوکۍ دپاره دبياترسره کيدونکوټاکنوپه اړه خپل پرانستل شوي دفترخيابان سرسيدسره پياده يوې جلسې ته د وينادپاره  روان ؤ.
دسکتر له مخې په ډزو کې شيخ رشيد په يوه پښه لگيدلى چې لۀ امله يې ژوبل دى اؤ دهغه څلور ساتونکي وژل شوي اؤ درې نور هم زخميان دي.
تردې دمه کومې ډلې په شيخ رشيد دشوي بريد مسوليت پخپله غاړه نۀ دى اخستى.
دپيښې څخه وروستوشيخ رشيد اؤ دهغه په نخښه  کړل شوي ملگري دپينډۍ سترروغتون ته رسول شوي چې دغلته دښاغلي رشيد حالت دخطرې څخه بهرښودل شوى دى.
دپينډۍ دبې نظيربوټو د روغتون مسول وايي شيخ رشيد په گولۍ نه دى لگيدلى بلکې په ځمکه دغورځيدو له امله ژوبل شوى دى.
ددغه پيښې څخه وروستو په پينډۍ کې سخت تاؤ تريخوالى خورشوى دى اؤ دعوامي مسلم ليگ غړو د احتجاج په توگه ځايې پځايې سړکونه بند کړي اؤ ټائرونو ته يې اورلگولى دى.
سيمې ته دپوليسو په گڼ شميرکې ځواکونه ليږل شوي اؤ په حالاتو دقابوموندلوهڅې روانې دي.
بايد وويل شي شيخ رشيددپاکستان دپخواني وزيراعظم ميانوازشريف په حکومت کې داطلاعاتواؤ کلتور مرکزي وزير ؤ خوکله چې دهغه وخت دپاکستان دپوځ سرلښکرجنرال پرويزمشرف دنوازشريف دحکومت تخته نسکوره کړه نوشيخ رشيد بيادمسلم ليگ څخه جلاشو اؤ دپرويزمشرف په کابينه کې يې هم د وزير په توگه چوکۍ سمبال کړه.
دشيخ رشيدتعلق دپنجاب دپينډۍ ښارسره دى اودامهال په پنجاب کې دمسلم ليگ (ن) دحکومت ستر رقيب گڼل کيږي.
ښاغلي رشيدپه عاموټولټاکنوکې ماتې خوړلې وه خواوس چې په پينډۍ کې دقامي اسمبلۍ دخالي شوې چوکۍ دپاره بياټاکنې کيږي نوشيخ رشيد په دغه ټاکنوکې کانديددى.