ملگرو ملتونو دپاکستان په صوبه سرحد او قبائيلي سيمو کې دجگړه ځپلو کسانو دبنيادي ضرورتونو پوره کولو لپاره نړيوالې ورورولۍ څخه د53 کروړو او 70ؤ لکو ډالرو غوښتنه کړې ده.
په اسلام اباد کې دنهې په ورځ جوړ شوي يوې دستورې ته دوينا په مهال دادارې غړو وويل دغه پيسې به دروان کال دلمړيو شپږو مياشتو په مهال دجنگ ځپلوخلکو په روغتيا، تعليم، اوسيدنې ، خوراک ، پاکو اوبو او نورو بنيادي ضرورتونو باندې خرڅ کيږي.
په دې مهال هيومنيټيرين کوارډي نيټر مارټن موگونجا وويل دغه پيسې به په جگړه ځپلو سيمو کې دکورونو، سکولو او دروغتيا دمرکزونو دبياجوړولو څخه علاوه دکرکيلې په مد کې هم خرڅ کيږي.
وائس اف امريکا سره په مرکه کې دملگرو ملتونو دانساني امداد ددفتر مشر مينول بيسلر ددې هيلې څرگندونه وکړه چې نړيواله ورورولي به لکه دتير کال پشان سږ کال هم دبې کوره شوؤ کسانو سره پراخه مرستې وکړي.
داقتصادي چارو وزيرې حنا رباني کهر په دغه مهال وويل دنړيوالې ورورولۍ څخه ترلاسه کيدونکى امداد به دبې کوره شوؤ خلکو په بحالۍ او مدد کې دحکومت مټې مضبوطې کړي خو هغې وويل اصل چيلنج دجگړه ځپلو سيمو بياجوړونه ده چې دمصرف اندازه يې يو ارب ډالرو څخه زياته لگول شوې ده او په دغه لړ کې به هم کوټلو نړيوالو مرستو ته اړتيا وي.
بايد وويل شي په کال 2009ء کې ملگرو ملتونو دبې کوره شوؤ خلکو لپاره د68ؤ کروړو ډالرو دامداد غوښتنه کړې وه چې دهغې څخه ورته 71 فيصده (48 کروړه او 50 لکه) ډالره ترلاسه شوي دي.
دملگرو ملتونو له مخې په کال 2009م کې صوبه سرحد او دقبائيلي سيمو په بيلا بيلو برخو کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دجگړو له امله 31 لکه کسان بې کوره شوي وؤ چې په هغوي کې دملاکنډ څخه 27 لکه بې کوره شوي کسان هم شامل دي.
دصوبه سرحد چيف سيکرت جاويد اقبال وايي دملاکنډ څخه په بې کوره شوؤ کسانو کې 85 فيصده خلک خپلو کورونو ته ستانۀ شوي دي او دباجوړ او مهمند ايجنسۍ 70 زره کورنۍ او دوزيرستان 38 زره کورنۍ بې کوره شوي دي.
هغه وويل ددغو کسانو خپلو سيمو ته بيرته ستنيدل به دمارچ او اپريل ترمينځ پيل کولى شي.
جاويد اقبال وويل اوس خلک داورکزۍ ايجنسۍ څخه کډې کوي او ددغه ځايې څخه بې کوره شوؤ 80ؤ کورنيو ته په کوهاټ او هنگو کې پناه ورکولى شي

