د افغانستان پايه تخت کابل شمال لوري ته په سالنگ سيمه کې دواورو دگټانو پريوتو له امله 28 کسان وژل شوي ، په لسگونو ژوبل شوي.
دافغانستان ددفاع وزارت پخپل يو جاري کړل بيان کې ويلي دي نور 70 کسان هاغه مهال ژوبل شول کله چې پوځ او پوليسو په واورو کې د ښکیلو کسانو د ويستلو هڅې کولې.
دوزارت له مخې دغه کسان اوس مهال روغتونونو ته وړل شوي دي.
دغه پيښې په هندوکش کې په يوولس زره فټه لوړه موجود يوه دره کې دجوړ شوي سالنګ په نومې سرنګ سره نزدې رامينځته شوي دي او دغه سيمه افغان پايتخت کابل دشمالي ښار مزار شريف سره يو ځايې کوي.
دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي پخپل يو جاري کړي بيان کې اړونده چارواکو ته په سم لاسي توگه دممکنه چټک گامونو اخستو امر کړى دى.
حامد کرزي اړونده چارواکو ته امر کړى چې بايد زر تر زره سړکونه بيا پرانيزي او دضرورت مندو کسانو سره مرستې وکړي.
حامد کرزى وايي بايد په وارو کې نښتي کسان زر تر زره خلاص او بند شوي سړکونه پرانستل شي.
حامد کرزي په پيښه کې دوژل شوؤ او ژوبل شوؤ کسانو دکورنيو سره ديو والي او خواخوږۍ څرگندونه کړې ده.
دافغاستان ددفاع وزارت وياند جنرال محمدظاهر عظيمي وايي تر 100ؤ افغاني عسکر په امدادي کارونو کې دپوليسو او نورو کسانو سره مرسته کوي.
نوموړي وويل ددغو عسکرو سره 4 هيلي کاپټرې، گڼ شمير ايمبولينسونه او بلډوزرې سيمې ته ليږدول شوي دي.
دهغه وينا وه له بده مرغه نن سحر نور دواورې گټان هم راپريوتي چې له امله يې په امدادي هلو ځلو کې ستونزې رامينځته شوي دي خو مونږ دخلکو دژغورنې لپاره بيا هم هڅې کوؤ.
دکورنيو چارو دوزارت وياند زمرى بشري وايي پوځي هيلي کاپټرې اوس مهال په سيمه کې دواورو له امله په تړل شوؤ سړکونو پاتې شوؤ کسانو ته خوراکي مواد رسوي.
دپروان دصوبايي پوليسو مشر جنرال عبدالرحمان سيدخيلي خبريالانو ته ويلي دي بيگاه ټوله شپه امدادي کارکوونکو د200ؤ کسانو دژوند بچ کولو لپاره هڅې کړي دي.
رحمان وويل اوس هم په سيمه کې دگټانو راپريوتو خطره ده چې له امله يې زمونږ کار يو څه قلاره روان دى.

