پاکستاني ميډيا د ګل په ورځ يو ځل بيا دطالبانو دسرچينو له خلې دطالبانو دمشر حکيم الله محسود دوژنې راپورونه ورکړي دي. خو دپاکستاني طالبانو وياند اعظم طارق ددغو راپورونو پخلى يا ترديد تر دې مهاله نۀ دى کړى.
دپاکستاني ميډيا دراپورونو له مخې حکيم الله محسود تيره مياشت دډرون په يو بريد کې ژوبل شوى ؤ، هغه دعلاج لپاره کراچۍ ته وړل کيدو خو نوموړي په ملتان سيمه کې دزخمونو توان رانۀ وړو او ساه يې ورکړه.
سرچينې وايي دحکيم الله محسود دوژل کيدو څخه وروسته يو بل تن چې مولوي نور جمال نوميږي دطالبانو نوى مشر ټاکل شوى دى.
مولوي نور جمال داورکزۍ ايجنسۍ اوسيدونکى دى او په کرمه ايجنسۍ کې دطالبانو دمشر په توګه راپورته شوى ؤ.
کله چې دپاکستان پوځ تير کال داکتوبر په 17مه نيټه په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړل نو هغه ته په کرمه ايجنسۍ کې دطالبانو دمشر په توګه ذمه وارۍ سپارل شوې وې.
په کرمه کې دطالبانو دمشر ټاکل کيدو وړاندې مولوي نور جمال په يوه ځايې مدرسه کې امام پاتې شوى دى.
جمال دطالبانو دپخواني مشر بيت الله محسود سره نزدې اړيکه لرله او په کرمه ايجنسۍ کې خلک دهغه څخه زيات ويريږي.
په دې نزدې ورځو کې يوه داسې ويډيو هم ښول شوې چې پکې په شکمنه توګه مولوي نور جمال دوؤ سړو او يو ځلمي هلک ته سزا ورکوي. امريکايي او پاکستاني چارواکو په غوڅه توګه دحکيم الله محسود دوژل کيدو تصديق نۀ دى کړى خو وايي کۀ چرې حکيم الله محسود ژوندى وي نو طالبان بيا ولې دهغه دژوند په هکله څه رقم ثبوت نۀ وړاندې کوي؟
دپاکستان سرکاري ټي وي تيره مياشت راپور ورکړى ؤ چې حکيم الله محسود دوزيرستان په شکتويي سيمه کې دجنورۍ په 14مه نيټه دډرون په يو بريد کې وژل شوى ؤ خو وروستو دغه تندلاري کمانډر ددغه خبر څخه څو ورځې وروستو دوه اډيو پيغامونه جاري کړل چې پکې يې دخپل ځان دژوبل کيدو يا وژل کيدو په هکله خپارۀ شوي خبرونه بې اساسه وګرځول.
خو ددغو پيغامونو داصل يا نقل په اړه هم څه رقم تصديق نۀ ؤ شوى.
دپاکستان دسرکاري تيليويزيون دا هم ويلي ؤ چې حکيم الله محسود دژوبل کيدو څخه وروستو اورکزۍ ايجنسۍ ماموزۍ سيمې ته وړل شوى ؤ او دغلته ښخ کړل شوى ؤ.
په ډاګه دې وي چې له دې وړاندې کله په جنوبي وزيرستان کې دطالبانو پخوانى مشر بيت الله محسود دډرون په يو بريد کې په نخښه کړل شوى ؤ نو په هاغه مهال هم پاکستاني طالبانو دبيت الله محسود دوژنې په اړه ادعاوې تر يوې مياشتې بې اساسه بللې، خو وروستو يې ومنله چې بيت الله محسود وژل شوى دى.

