د ایران مذهبي مشرایت الله علي خامیناي ویلې دی چې د ملگرو ملتونو د ایټمي تواناي ادارې خپل واکي د لاسه ورکړې ده اوامریکا يي په اسانه د خپل اثر دلاندې راوستلی شي.
د اتوار په ورځ د ایران سر ښار تهران کې د وینا په مهال هغه اویل چې د امریکې د اثر په وجه انټرنیشنل ایټامک اینرجي ایجنسي یا اي ای اي ای نیک نامۍ ته نقصان رسیدی شي.
د ښاغلي خامیناي خبرې په داسې وخت رامخته شوې دي چې یوه ورځ ورسته به اي ای اي ای د ایران په هکله په خپل یو رپورټ باندې غور شورو کوي.
په ویانه، اسټریا، کې میشته د ملگرو ملتونو تنظیم ددې میاشت په شورو کې شائع شوې یو رپورټ کې اندیښمني څرگنده کړې ده چې کیدی شي ایران په مزائیلو د وړلو د پاره په ایټم بم جوړولو کارکوي.
ایران تر داوخت د ملگرو ملتونو دا وړاندیز نه دی منلی چې خپل یورینیم دې د خشاک جوړولود پاره روس او یا فرانس ته اولیگیږي. غربي هیوادونه دا باور لري چې ایران نه یورینیم بهر لیږلو د لارې به د ایران مخه اونیولی شي چې دغه مواد د پوځي مقاصدو د پاره اونه کاروي.
تهران په اصرار کوي چې ایټمي سرگرمی يي د پرامنه مقاصدو دپاره دي.
امریکا، فرانس، برطانیي او جرمني د ایران خلاف د سختو پابندو غوښتنه کړې ده چې دا رنگ د ایټمي وسلو جوړولو په لوري د ایران پرمختگ اونیولی شي.