په دیارلسمه فرورۍ په زرگونو د امریکې میرین او افغان ځواکونو مرجا دطالبانون د خلاصولو دپاره جگړه شورو کړه.
د جنوبي افغانستان هلمند ولایت مرجا د څلورسوه مربعه کلومیړه هاغه سیمه ده چې د طالبانو او د نشۍ توکو کاچاکونکو مرکز گنړلی کیدو.
د امریکې میرین ځواکونو برگیډئیر جنرل لارنس نکلسن اویل چې دوه زره او پنځه سوه میرین او یو نیم رز افغان عسکرو د مرجا په زباترو برخوواک ترلاسه کړی دی.
برگیډیئر جنرل لارنس نکلسن  اویل چې په مرجاکې په مزکه کې پټ کړی شوې بمونه اوس هم غټ خطردی خو حالات پرځاې شوې دي او د بمونوصفا کولو کارروان دی.
هغه اویل چې په مرجا کې خلک اوس هم بې باروره دې ځکه چې وړاندې يي دافغانستان حکومت سره تجربه ښه نه ده پاتې شوې. جنرل لارنس نکلسن اویل چې دپه سیمه کې د اولس اعتبار ترلاسه کول ډیر زېات اهمیت لري او په دې لړې کې د طالبان سره مقابله روانه ده.
هغه اویل چې د یاغییتوب پر ضد هڅو کې د خلکو اعتبار ترلاسه کول لکه د انعام گټل وي.
چارواکي وایي دا وخت چې په مرجا باندې د افغان حکومت بیرغ پورته کړی شوی دی، د حکومت انتظام پر ځاې کولو د پاره کار روان د چې خلکو ته بنیادي سهولتونه ورکړی شي او د طالبانو د بیرته راتگ مخه اونیولی شي.
 جنرل لارنس نکلسن اویل چې په سیمه کې امنیت ترټولو لویه ترجیح ده. هغه اویل چې داسې څه منصوبه نشته چې د سیمې میرین اویا افغان ځواکونه به زر راویستلی شي ځکه چې دا ډیره حساسه علاقه ده.
هغه اویل چې سیمه کې عسکر منتخب استازو او قبائیلي مشرانو سره د امنیت او سباط په هکله خبرې اترې کوي. هغه زیاته کړه چې په مرجا کې لارې خلاصې شوې دي، کاروبارونه شورو شوې دي او هاغه خلک چې د سیمې نه تللې اوو بیرته ستانه شوې دي.
جنرل لارنس نکلسن اویل چې امریکاي عسکر د ځاې مشرانو سره په تماس کې دي چې دیانتداره پولیس بهرتي کړي. هغه په پولیسو کې د مشکلاتو ذکر اوکړو او وې ویل چې د پولیسو خرابې رویي په وجه ځاې خلک د ملاتړ په ځاې مخالفت ته اوړې.
 د مرجا په عملیاتو کې جنرل لارنس نکولسن د افغان عسکرو د کار ستائنه اوکړه.
په سیمه کې پوځي چارواکې وايي چې د مرجا نیول د طالبان خلاف د پراخې کچې عملیاتو وړمبی گام دی او ددې ورسته به کندهار کې هم دغه رنگ عملیات ترسره کیږي.
په مرجا کې د عملیات د صدر باراک اوبامه د افغانستان د پاره د تگ لارې ازمیښت هم گنړلی کیږي چې مقصد يي د طالبانو مخه نیول او  د عام اولس تحفظ دی.