دعراق دننه  په داسې حال کې  دبيلا بيلو چاؤدنو له امله ٢۴ کسان وژل شوي چې هیواد کې د پارلیماني اتنخاباتو کې ووټونه اچول کیدل.
په عراق کې د وړ رايې اچونکو شميره ٢٠ لکه ده چې دپارلمان د٣٢٥ چوکو لپاره به د٦٠٠٠ؤ څخه زياتو کانديدانو څخه خپل استازي ټاکي.
په دغو ټولټاکنو کې وزيراعظم نورالمالکي هم يو مهم کانديد دى.
دپارلماني ټاکنو په مهال درايې اچونو دمرکزونو دحفاظت لپاره سخت امنيتي گامونه اخستل شوي او دتندلارو دممکنه بريدونو مخنيوي لپاره په لکونو عراقي پوځيان او پوليس په سړکونو گزمې کوي.
دپايتخت بغداد هوايي اډه تړل شوې او په سړکونو دگاډو دتگ راتگ دبنديز څخه پرته دايران او شام سره دهيواد په گډو پولو هم امنيت سخت کړل شوى دى.
خو ددومره سختو امنيتي تدابيرو باوجود درايې اچونې دعمل پيل کيدو سره سم چارواکودعراق دننه په بيلا بيلو پيښو کې د٢٧ؤ کسانو دوژنې خبرونه ورکړي دي.
دغه کسان په بغداد کې درايې اچونې دمرکزونو ترڅنگ دسړک دغاړي په بمي چاؤدنو او راکټي بريدونو کې وژل شوي دي.
 په کال ٢٠٠٣م کې دامريکا په مشرۍ په عراق شوي بريد کې دصدام حسين دحکومت ختمولو وروستو په عراق کې د اتوار په ورځ روانې دغه دوهمې پارلمانې ټاکنې دي.
ملگري ملتونه، عرب ليگ او نور بين المللي تنظيمونه ددغو ټاکنو څارنه کوي.
دکال ٢٠٠٥ء دټاکنو په پرتله دا ځل گڼ شمير دسني مسلک عراقي مسلمانانو په دغه ټاکنو کې دبرخې اخستو اعلان کړى دى.