عیني شاهدین وايي د مرکزي نائیجیریا ښار جاس سره نزدې په یو کلې نا معلمومه حمله کونکو برید کړی چې پکښې لږ تر لږه ١٠٠ تنان وژل شوې دي.
ویل کېږي چې ډاگو نواها کلې باندې حمله د اتوار په ورځ د نمرخاته نه وړاندې اوشوه. برید کونکو د خلکو د کورونه د راویستلو د پاره اول ډزې اوکړې او بیا يي د کلې په خلکو په چړو او تبرگو يرغل اوکړو.
د سیمې نه خبریالان وايي چې دوي لږ تر لږه د ١٠٠ تنانو مړي شمیرلې چې د شین اسمان د لاندې ایښودلې شوې وو. د خبریالانو د وینا ترمخه، په وژل شوو خلکوکې ذیاتره مړي د ښځو او ماشومانو وو.
په سملاسي توگه دا نه ده معلومه چې په کلې حمله ولې شوې ده خو ځینې رپورټونه برید د مذهبي تشدد پیښه بیانوي.
جاس کې په تیرولسو کلونو کې د مسلمانانو او عیسیانو په منځ کې څلور غټي جگړې شوې دي او ورستۍ جگړه د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې وه چې پکښې لږ ترلږه ٣٢٥ خلک وژلی شوې دي.